په ننګرهار کې د روداتو، مهمندرې او شينوارو قومي مشرانو د یوه سوله يیز لاریون په ترڅ کې د طلوع تلويزون هغه ريپوټ په کلکه رد کړ، چې له مخې يې د ننګرهار په شينوارو، روداتو او مهمندرې ولسوالیو کې د ښځو خرڅلاو ښکاره مرکزونه دي.
په همدې خاطر د چهارشنبې په ورځ د شينوارو، روداتو او مهمندرې ولسوالۍ لسګونه قومي مشران د ننګرهار ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو او د طلوع تلویزیون پر ضد يي شعارونه ورکول.
مظاهره چیانو له مرکزي دولته غوښتنه کوله، چې له یاد تلویزیون څخه دې د خپور شوي رپوټ په اړه ثبوتونه تر لاسه کړي.
د شينوارو قومي مشر ملک عثمان وايي، چې څو ورځې وړاندې د طلوع تلويزون په يوه ريپوټ کې ويلي، چې د هېواد په مشرقي ولايت ننګرهار کې د ښځو د پلور بازار موجود دى، چې هره ورځ په کې په اوسط ډول دوه ښځې پلورل کيږي.
ملک عثمان د طلوع تلويزون دغه ريپوټ په کلکه ردوي او وايي، چې دوي د تعصب له مخې دغه ريپوټ خپور کړى دى:
«طلوع تلويزون تل د پښتنو پر ضد ريپوټونه خپاره کړي او هر وخت يې قومي او ژبني تعصبونو ته لمن وهلې ده او هر وکيل، چې په دغه ريپوټ کې نظر ورکړى دا يې دروغ ويلي او يوازې د دې لپاره يې ويلي، چې سبا په بهر کې پرې قبولي واخلي.»
د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو په یوه خوله له مرکزي دولته وغوښتل، چې د دغې موضوع د بررسۍ په خاطر يو هیئت وټاکي تر څو ثبوت شي چې د ننګرهار په کوم ځاى او کومه ولسوالۍ کې د ښځو بازار موجود دى:
«ملک سهیل خان: طلوع تلویزیون ټولو ختیځ ته سپکاوی کړی او په خاص ډول پر ننګرهار يي لوی تهمت تړلی، دوی تل هڅې کړي، چې په هېواد کې تعصب ته لمن ووهي.
ملاجان شینواری: طلوع دې په رسمي ډول د ننګرهار له ولس نه بخښنه وغواړي او هر یوه خبریال، چې د ننګرهار د لویو قومونو به د سپکاوی په موخه رپوټ چمتو کړی هغه دې محاکمه شي.»
په پاى کې د قومي مشرانو له لوري يو پنځه ماده ييز پريکړه ليک رسنيو ته وړاندې شو، چې په کې په جدي ډول له دولته د يادې موضوع د بررسۍ غوښتنه شوې وه او ګواښ يي وکړ، که چېرې تر راتلوونکې یوې اونۍ پورې دولت د یادې مسالې غم ونه خوړ، نو د ننګرهار قومونه به په پراخ لاریون لاس پورې کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګيزه شينوارې وايي چې له طلوع تلويزون سره يې مرکه کړې خو بشپړه مرکه يې نه ده خپره شوې.
نوموړې وايي، چې د طلو تلویزیون يي مرکه په بشپړه توګه نه ده خپره کړې او ولایتي شورا هغه څیړونکی، چې وايي په ننګرهار کې د ښځو د خرڅ بازارونه دي څارنوالی ته معرفي کړی دی:
«انګیزه شینوارې: زه د خپل نظر نه بيا هم دفاع کوم، هغه څېړونکى چې طلوع سره يې مرکه کړې موږ څارنوالۍ ته معرفي کړى.»
په ختيځ کې د طلوع تلويزون خبریال ميرويس ساحل وايي، چې یاد رپوټ په مرکز کې جوړ شوى او دى نه شي کولاى، چې د يادې موضوع په اړه نظر ورکړي.
ياده دې وي، چې څو ورځې وړاندې له طلوع تلويزون څخه په يوه ريپوټ کې ويل شوي وو، چې د هېواد په ختيځ ننګرهار کې د ښځو د پلورلو ښکاره بازارونه دي، چې دې د ختیځې سیمې ګڼو اوسیدونکو غصه راپارولی، چې یوه شخصي تلویزیون لویو قومونو ته سپکاوی او بې بنسټه رپوټ خپور کړی دی.
شاه محمود شینواری ـ جلال اباد