د افغانستان د راتلونکې لپاره د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات ډیر مهم دي، چې په ازاده او شفافه توګه ترسره شي.
دا د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو د تیرې ورځې ټیلیفوني خبرو یوه عمده مساله وه.
ولسمشر بارک اوباما او حامد کرزي د دې ترڅنګ په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د لیږد او د سولې د روانو هڅو په اړه هم خبرې وکړې.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال او د سولې د خبرو په ګډون د یو لړ مسایلو په اړه ټیلفوني خبرې وکړې.
د سپینی ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې دواړو مشرانو پرون په دی خبرو کې چې د سلاو مشورو عادي بهیر ګڼل شوی، په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د لیږد، د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو او د افغانانو په مشری د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې.
سپینه ماڼۍ وایی، اوباما او کرزي، له نړېوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د زیاتو مسولیتونو د انتقال بهیر وستایه او هیله یی څرګنده کړه، چې دغه پروسه په روان پسرلی کې بشپړه شي.
دا یوه مهمه مرحله بلل شوې، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د امنیتي چارو بشپړ مسولیت افغان امنیتي ځواکونو ته لیږدول کېږي او د ایساف د ماموریت بڼه له محاربه ملاتړ ته بدلیږي.
د سپیني ماڼۍ په وینا افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ، چې د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د چمتووالي د یوې بشپړې او هر اړخیزې پروسې ملاتړ کوي.
دواړو مشرانود دې یادونه وکړه، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره چې نړیوال له دې هیواد سره خپل ملاتړته دوام ورکړي، دغه انتخابات ډیرحیاتي دي چې ازاد، شفاف او د اعتماد وړوي.
اوباما د قطر په مرکز دوحه کې د دې هېواد له امیرحمد بن خلیفه الثاني سره په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د پروسې په اړه د ولسمشرکرزي د وروستیو خبرو ستاینه وکړه.
په دې ټیلفوني خبروکې کرزي د افغانستان حکومت ته د بګرام زندان د سپارلوهرکلی وکړچې د مارچ په ۲۵ په بشپړډول وروسپارل شو. دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې د دواړو هیوادونو ټیمونه به په دې زندان کې د افغانستان د ملي حاکمیت په رڼا کې ګډ کارته دوام ورکوي ترڅو خطرناک بندیان د جګړې له له لومړۍ کرښې لیرې وساتي.
که څه هم سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د ملکې تلفاتو د مسلې یادونه نده کړې خو د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو د ټیلفوني خبرو په اړه له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر کرزي په هېواد کې د ملکې تلفاتو د دوام، په ځانګړې توګه د کونړ په ولایت کې د ایساف په هوايي برید کې د ماشومانو پر وژنې خواشیني وښوده، وېې ویل چې د ملکې تلفاتو دوام به د افغانستان او امریکا ترمنځ پر اړیکو او د امنیتي تړون پر نهایي کولوبده اغېزه ولري.
د افغانستان د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې دغه راز د افغانستان د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه ویل شوي چې ولسمشر کرزي ټینګار وکړ، چې په دغو انتخاباتو کې به د داخلي کړیو او بهرنيو هېوادونو هيڅ ډول لاس وهنې ته اجازه ورنه کړي.