د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۸

امریکا او اسراییل ایران ته خبرداری ورکړ


د امریکا متحد ایالتونو او اسراییل ایران ته خبرداری ورکړ، چې دغه هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې اتومي وسله ترلاسه کړي.

واشنګتن او بیت المقدس په داسې ورځ دا ګواښ ایران ته ورکړ، چې ایران اعلان وکړ چې د یورانیمو په دوو کانونو کې یې پلټنې پیل کړې دي او لویدیځ به له خپل مخالفت سره سره د ایران د اتومي هڅو مخه نه شي نیولی.

په بیت المقدس کې د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، د ایران د اتومي پروګرام په اړه به د نړۍ له شپږو پیاوړیو هیوادو سره نورې د ایران خبرې دوام ونه کړي:

«ایران نه اتومي وسله لري او نه به یې ترلاسه کړي. د امریکا متحد ایالتونو دا خبره ښکاره کړې ده چې موږ نه یوازې دا چې له اسراییل سره دریدلې یوو، له ټولې نړیوالې ټولنې سره یوو او څرګندوو چې موږ په دې برخه کې جدي یوو. موږ د خبرو لپاره چمتو یوو، خو دا چمتوالی داسې نه دی چې اخر به نه لري او بې انجامه به وي.

له دې خبرو د نورو هڅو لپاره استفاده نه شي کیدای، داسې چې په دې ترڅ کې اتومي وسله تیاره کړي»
د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړیو هیوادو، امریکا، بریتانیا، چین، روسیې، فرانسې او جرمني د استازیو تر منځ تیره اونۍ په قزاقستان کې د ایران د اتومي لانجې پر سر خبرې پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیدې.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په بیت المقدس کې د ګډې خبرې غونډې پرمهال د اسراییل صدراعظم وویل، د ایران اتومي پروګرام باید ودرول شي:

«زه فکر کوم چې په دې پوهیږو چې د نړۍ لپاره دا څه مانا لري چې تیري کوونکي هیوادونه اتومي وسلې ولري.

ایران ته به اجازه ورنه کړل شي چې داسې وکړي، دا اجازه به هم ورنه کړل شي چې خپل اتومي پروګرام ته ادامه ورکړي او موږ باید دا جازه ورنه کړو چې د ټولې نړۍ له مخالفت سره سره داسې هڅې وکړي»

اسراییل مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و که یې چیرته اتومي لانجه د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې هواره نه شي د دغه هیواد پر اتومي تاسیساتو به برید وکړي.
XS
SM
MD
LG