د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

جنوبي کوریا د شمالي کوریا په اړه له خپلو څرګندونو په شا شوې


د جنوبي کوریا چارواکي له هغو څرګندونو څخه په شاه شوي چې ویلي و شمالي کوریا د څلورم اټمي ازمیښت لپاره تیاری نیسي.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې نښې نه لیدل کیږي چې په نژدې راتلونکې کې دې دغه ازموینه ترسره شي.

له دې مخکې د جنوبي کوریا د کابینې یوه وزیرویلي وچې نښې نښانې ښیي چې شمالي کوریا د اټومي ازموینې په اصلي ځای کې د ازموینې لپاره تیاری نیسي.

د کوریاګانو د یووالي د چارو وزیر ریوکیل یای وروسته وویل، چې ده د پارلمان یوې کمیټی ته په څرګندونو کې سمه خبره نده کړې.

د جنوبي کوریا د دفاع د وزارت ویاند کیم مینسیوک وویل، د شمالي کوریا د پونګایری د ازموینې په ځای کې فعالیتونه روان دي خوداسې ښکاري چې دا عادي فعالیتونه دي.

هغه د دوشنبې په ورځ په سیول کې په یوه خبری کنفرانس کې وویل:

(ما تاسو ته د فبرورۍ د میاشتې له وروستیو راهیسې په خبري کنفرانسونو کې ویلي چې شمالي کوریا د اټمي ازمیښت د ترسره کیدو لپاره په جنوبي او لویدیځ تونلونو کې تیاری بشپړکړی. تراوسه وضعیت هماغه ډول دی.)

د کوریا په ټاپووزمه کې کړکیچ وروسته تردې زیات شوچې شمالي کوریا تیره میاشت خپل دریم اټومي ازمیښت ترسره کړچې په نتیجه کې یې ملګرو ملتونو پرپیونګ یانګ بندیزونه سخت کړل.

شمالي کوریا له هغې وروسته د امریکا پرضد د اټومي حملې په ګډون یوشمیرګواښونه وکړل.

تیره اونۍ شمالي کوریا وویل، چې د چهارشنبې له ورځې وروسته په پیونګ یانګ کې د بهرنیو سفارتونو د امنیت د خوندي توب ضمانت نشي کولای.

تراوسه داسې نښې ندي لیدل شوي چې ګواکې بهرني سفارتونه دې خپل کارکونکي له پیونګ یانګ څخه وباسي.

د جنوبی کوریا د ملي امنیت د ادارې ریس د تیرې یکشنبې په ورځ دغه راز وویل چې شمالي کوریا ښایي د چهارشنبې په ورځ یومیزایل وتوغوي یا کوم بل لمسونکی اقدام وکړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکې مون د دوشنبې په ورځ په شمالي کوریا غږوکړچې له نورو لسمونکو اقداماتو ډډه وکړي.

په سیمه کې د روان کړکیچ پرسراندیښنو ته په پام سره د امریکا متحدوایالتونو د لیرې واټن ویشتونکي توغندي ازموینه درولې چې ټاکل شوې وه راونه اونۍ یې ترسره کړي.

واشنګټن ویلي د اکاریې ځکه کړی چې شمالي کوریا له دې آزموینې غلط برداشت وانخلي.
XS
SM
MD
LG