د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

په کونړ کې عملياتو مرګ ژوبله اړولې


په کونړ کې دولتي چارواکي وايي چې؛ تېره ورځ د شیګل ولسوالۍ په شلتن کې ګډ عملیات ترسره شوي چې؛ شاوخوا شلو وسله والو طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولي، په همدې عملیاتو کې شپږ ښځې ټپیاني شوي


د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د شنبې د ورځې له سهاره ترماښامه د شیګل ولسوالۍ د شلتن درې په چوګام سیمه کې عملیات ترسره کړي چې؛ په نتیجه کې يې د شلو په شاوخوا وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې، په عملیاتو کې شپږ ښځې هم ټپیانې شوي دي چې؛ د اسد اباد روغتون ته د درملنې لپاره وروستل شوي.

واصفي وايي، د همدې ورځې ماښام مهال وسله والو طالبانو د اسمار په ولسوالۍ د هاوان توغندي ویشتلي چې؛ له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او یوه ماشوموه ټپي شوې ده.

د اسداباد روغتون ډاکټران وايي چې؛ دوی ته له شلتن څخه پنځه ټپي شوې ښځې او له اسمار څخه درې ماشومان راوړل شوي وو؛ دوه ماشومان په کې مړه شو او یوه له درملنې وروسته بېرته خپل کور ته ولیږل شوه.

له شلتن څخه د راوړل شوو ټپيانو سره راغلی نادر خان وايي؛ د شنبې له سهاره ترمازیګره پورې په سیمه کې بمباري او ډزې روانې وې. هيڅوک له خپلو کورونو نشو وتلی او نه هم د یوبل له حاله څوک خبر وو؛ کله چې بمبار بند شوو نو له یوه کوره پنځه زخمي شوي ښځې روغتون ته ورسولې او له نورې مرګ ژوبلې نه دی خبر.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یو تلیفوني پیغام کې ازادۍ راډیو ته لیکلي چې؛ په جګړه کې دوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې بلکې لس بهرني سرتیري يې وژلی دي.

خو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندانۍ چې په بګرام کې ده؛ ازادۍ راډیو ته ویلي چې؛ په ختیځ کې يې یوازې یو ملکي امریکايي وژل شوی او نور کوم زیان ورته نه دی رسیدلی.

دوه میاشتې وړاندې هم د شیګل ولسوالۍ په چوګام سیمه کې نړیوالو او افغان ځواکونو ګډ عملیات ترسره کړي وو؛ چې په ترڅ کې يې د څو تنو وسله والو ترڅنګ ولسي وګړو ته ځاني زیان اوښتی و.

ولسمشر کرزي د یادو ولسي وګړو په مرګ ژوبله سخت خپګان څرګند کړی و او امر يې کړی و، چې له دې وروسته باید افغان د نړیوالو له هوايي ځواک څخه مرسته ونه غواړي.

راپور: روح الله انوري - کونړ
XS
SM
MD
LG