په پاکستان کې راتلونکيو پارلماني ټاکنو ته يوه مياشت او پينځه ورځې پاته دي، خو د دې هېواد د بلوچستان ايالت سياسي ګوندونه په دې ايالت کې د راتلونکيو انتخاباتو په مخ کې خطرونه ويني او وايي چې خپلو سيمو ته د انتخاباتي کمپاينونو لپاره نه شي ورتلاى، خو د انتخاباتو کميسون يې ويلي چې په هر ډول به د پاکستان په ټولو ايالتونو کې په خوندي فضا کې شفاف انتخابات کېږي.
د راتلونکې مې د مياشتې پر يوولسمه نېټه په پاکستان کې د نوي حکومت د جوړېدو لپاره د ايالتي او مرکزي پارلمانونو لپاره ټاکنې کېږي. خو د بلوچستان اکثره ملتپال ګوندونه چې دا ځل يې په انتخاباتو کې د برخې اخيستو لپاره کانديدان نومولي، وايي چې ځينې پټ لاسونه په لوى لاس دوى له انتخاباتو را ګرځوي. د بلوچستان نېشنل ګوند مرستيال مشر ډاکټر جهانزېب جمالدينى وايي په تېرو پينځو کلونو کې يې د ګوند ٥٨ غړي وژل شوي او لا وژل کېږي، وايي که دا لړۍ تم نه شوه او د بلوچستان ورک خلک پيدا نه شول نو ګرانه به وي چې دوى په ټاکنو کې برخه واخلي:
"يو خو موږ ته بېخي لږ وخت راکړل شو، يوې خواته چې تېر حکومت څنګه ختم شو دستي د انتخاباتو اعلان وشو، خلکو تيارى نه وو نيولى، بايد درې مياشتې وخت ورکړل شوى واى او بل دا چې زموږ په سيمو کې حالات زښته ډېر خراب دي، موږ هلته نه شو تلاى، کانديدانو ته مو بايد امنيت ساتونکي کسان ورکړل شي."
که څه هم دا ځل د ټول پاکستان په کچه کوم سياسي ګوند له انتخاباتو څخه بايکاټ نه دى اعلان کړى، خو په بلوچستان کې د برهمداغ بګټي په مشرۍ بلوچ ريپلکن ګوند اعلان کړى چې په دغو انتخاباتو کې به ګډون ونه کړي او خپلواکي غوښتونکيو وسلوالو سازمانونو هم ټولو ګوندونو ته خبردارى ورکړى چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي. د ايران پولې ته نيژدې له پنجګور سيمې څخه ايالتي اسمبلۍ ته کانديد حاجي زاهد بلوڅ وايي په سيمه کې يې د انتخاباتو په لاره کې ډېر اغزي کرلي دي:
"په پنجګور کې له ماښامه وروسته څوک نه شي راوتلاى، په مياشتو مياشتو پنجګور بازار بند وي، له ما سره خپل شخصي لس ساتونکي ګرځي، خو نور کانديدان د دې وس نه لري، خلکو ته خطرونه ډېر دي، ځينو ګوندونو او تنظيمونه بايکاټ کړى، نو د انتخاباتو لپاره حالات سم نه دي، د خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو له خوا هم خطرونه شته، خو له بده مرغه استخباراتو چې ځينې خلک ساتلي هغوى يو بل سره جنګوي، که حکومت له هغوى لاس وانه خلي نو هغوى به د حالاتو په خرابولو کې بريالي شي."
د بلوڅو يو بل ملتپال نېشنل ګوند په تېرو انتخاباتو کې برخه نه وه اخيستې، مشر يې ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وايي هغه بايکاټ مو د سيمې لپاره تاوان وکړ او په تېر حکومت کې د بلوچستان حالات تر پخوا ډېر خراب شول، وايي دا ځل د يوه جمهوري ګوند په توګه بې له دې چې په ټاکنو کې برخه واخلي، بله چاره نه لري:
"موږ ته ستونځې زښته ډېرې دي، موږ ته ګواښونه کېږي، په سيمو کې مو عمليات هم روان دي، خلک مو هم تښتول کېږي، خراب شوي مړي يې لا هم تر لاسه کوو، خو که موږ د تېر ځل غوندې بايکاټ وکړ نو ستونځې به پسې ډېرې شي، کمې به نه شي."
وړمه ورځ د پاکستان د پوځ لوى درستيز اشفاق پروېز کياني کوټې ته راغلى وو او سياسي ګوندونو ته يې باور ورکړى وو چې په بلوچستان کې به په انتخاباتو کې هيڅ ډول ګډوډۍ او ورانکارۍ ته اجازه ور نه کړي. د بلوچستان نېشنل ګوند يو بل مشر ملک عبدالولي کاکړ وايي په بلوڅي سيمو کې حکومت د ناڅرګندو وسلوالو په لاس کې دى، نو د دوى لپاره به راتلونکي انتخابات له خطره خالي نه وي.
په کوټه کې په تېرو پينځو کلونو کې د هزاره قوم سلګونه خلک په بېلابېلو هدفي وژنو، بمي چاودنو او ځانوژونکيو بريدونو کې و وژل شول، چې له امله يې په زرګونو خلک د پاکستان نورو ښارونو او نورو هېوادونو ته کډه شول. د هزاره ډيموکراټيک ګوند وياند رضا هارون وايي خلک يې ډېر ځورېدلي دي او د خوشاله ژوند لپاره يې يواځينۍ لاره دا ده چې په انتخاباتو کې خپل استازي اسمبلۍ ته ولېږي او د خپلو خلکو د خوند ژوند لپاره کار وکړي.
د پاکستان د انتخاباتو د کمېسون مشر فخرالدين جي ابراهيم په تېرو ورځو کې کوټې ته راغلى وو او ډاډ يې ورکړ چې په بلوچستان کې به شفاف انتخابات وسي. د انتخاباتو د کميسون وياند افضل خان وايي نه به د انتخاباتو په لاره کې خنډونه ومني او نه به يې نېټه بدله کړي:
"د پاکستان د انتخاباتو کميسون به له هيڅ شي نه و ډار شي او نه به د انتخاباتو په نېټه او نورو کارونو کې څه فرق راشي، زه تاسې ته باور درکوم چې په ټولو قبايلي سيمو او د بلوچستان په دېرشو ضلعو کې به هم که خداى کول خلک له ډار او ترهې پرته په انتخاباتو کې ګډون کوي او د خپلې خوښې کانديدانو ته به رايې ورکوي"
د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې عام خلک راتلونکيو انتخاباتو ته ډېر خوشاله دي او له تېر پينځه کلن حکومته ګيله من او دا ځل هيله من دي چې ريښتيني استازي به يې د دوى د خوښې حکومت جوړ کړي او هر ډول ستونځو به يې هوارې کړي.
راپور: بارکوال مياخېل- کوټه