د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۳

بلیغ: د پاکستان له دیني علماوو سره غیر رسمي تماسونه ټینګوو


د افغانستان د علماو شورا وایی، هڅه کوي د پاکستان له علماو سره په غیر رسمي ډول تماسونه ټینګ کړي.

دوی وایی، چې دا ډول تماسونه کولای شي په افغانستان او د پاکستان په نا امنو سیمو کې له امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.

د افغانستان د علماو شورا یو شمېرغړي د افغانستان او پاکستان د دیني علماوو ترمنځ غیر رسمي تماسونه د دواړو هېوادونو د سولې او امنیت لپاره ډیر مهم بولي.

دوی ټینګار کوي، چې دیني علما په افغانستان او پاکستان کې له ډیر نفوذ څخه برخمن دي او کولای شي د سولې او ثبات په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د علماوو شورا غړي مولوي عنایت الله بلیغ د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل،دوی هلې ځلې کوي چې د پاکستان له دینی علماوو سره غیر رسمي تماسونه ټینګ شي:

"له بده مرغه تراوسه له غیر رسمي علماو سره د تماس نیولو په برخه کې یو لړ بې پروایې شوې باید له دا ډول علماو سره خبرې وشي ځکه دا ډول تماسونه د سولې لپاره ډیر مهم دي.

د افغانستان دیني علما باید د پاکستان له دیني علما سره غیر رسمي تماسونه ونیسي ځکه دا اقدام کولای شي موجوده ستونزې د قرآنکریم او سنت له حکم سره سم حل کړي او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړوه روانه جګړه پای ته ورسوي."


ښاغلي بلیغ وویل، چې تر دې پخوا د افغانستان دیني علماوو هڅه کړې وه چې د مولانا فضل الرحمان، قاضي حسین احمد او مولانا سمیع الحق په څیر د پاکستان له دیني علماوو سره غیر رسمي تماسونه ټینګ کړي خو د قاضي حسین د مړینې له امله یې نتیجه ورنکړه.

د افغانستان او پاکستان دیني علماوو د تیرې شنبې په ورځ د آزادي راډیو په مناظرې کې پردې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو د دیني علماو ترمنځ غیر رسمي تماسونه د سولې په برخه کې ګټور واقع کېدای شي.

د آزادي راډیو په مناظرې کې د افغانستان لخوا د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد او د دې هیواد د علماو شورا غړي مولوي عنایت الله بلیغ ګډون کړی وو.

دغه راز د پاکستان لخوا په خیبر پښتونخوا ایالت کې د جمعیت علما د ګوند او د حقانیه مدرسې مسوول مولانا یوسف شاه او د مولانا فضل الرحمان په رهبرۍ د جمعیت علما د ګوند مرستیال مولانا ګل نصیب خان دا ډول نظر درلود.

خو یو شمیر افغان سیاسي څیړونکي باور نه لري، چې د افغانستان او پاکستان د دیني علماو ترمنځ غیر رسمي تماسونه وکولای شي د سولې لپاره ګټور وي.

وحید مژده هم ورته نظر لري او وایی، چې د پاکستان دیني علما اوس په وسله والو طالبانو د پخوا په څیر نفوذ نه لري:

دا ناسمه خبره ده چې مونږ ووایو پاکستاني علما اوس پر طالبانو نفوذ لري،د پاکستاني علماوو او وسله والو طالبانوترمنځ دا مهال هغه پخوانۍ اړیکې اوس نشته.

موږ باید پردې ټینګار ونکړو چې له پاکستاني علماوو سره د غیر رسمي خبرو له لارې به د روانې ستونزې کومه حل لاره پیدا شي ځکه اوس حالات ډیر بدل شوي.


د افغانستان او پاکستان د دیني علماو ترمنځ د غیر رسمي اړیکو او تماسونو خبره وروسته له هغې مطرح کېږي چې څه موده مخکې د پاکستان د علماو شورا مشر طاهر اشرفي په کابل کې د دواړو هیوادونو د دیني علماو ګډ کنفرانس تحریم کړ.

افغان حکومت او د افغانستان دينی علماو او د سولې عالي شورا په دې اړه جدي غبرګون وښود او دا یې د ښاغلي اشرفي له خوا په افغانستان کې د سولې او ثبات د سبوتاژکولو هڅه وبلله.

افغان حکومت او افغانان ترډیره په دې باور دي چې په افغانستان کې د روانې کشالې د حل کېلې له پاکستان سره ده،خو پرپاکستان تل دا انتقادونه موجود دي چې په دې برخه کې صادقانه همکاري نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG