چارواکي وايي، د بهرنيو سرتېرو يوه بې پيلوټه الوتکه تېره شپه د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې لوېدلې، خو طالبان بيا وايي، دغه الوتکه نن سهار دوی را غورځولې.
چارواکي وايي، تېره شپه د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتېرو يو بې پيلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله را لوېدلې ده. خو وسله وال طالبان يې را لوېدل د خپلو ملګرو کار بولي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطا محمد خوګياڼی وايي، الوتکه د جلرېز په ابراهيم خيلو سيمه کې را لوېدلې، او د لوېدو لامل يې هم تنخيکي ستونزې بولي.
"دا بې پيلوټه الوتکه د جلرېز ولسوالۍ په ابراهيم خېلو سيمه کې را لوېدلې ده، تر اوسه پورې د ترلاسه شوو مالوماتو په اساس الوتکې تخنيکي ستوزې لرلې نو له همدې امله را غورځېدلې"
خو طالبان بيا د الوتکې د را لوېدو سيمه نرخ بولي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي، چې ملګرو يې دغه الوتکه نن سهار را غورځولې او کامرې يې ورڅخه له ځان سره وړې دي.
تر لا بهرنيو سرتېرو په دې اړه څه نه دي ويلي.
سيدشاه سقيم