واشنګټن پوسټ:
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر رونالد نیومن په قلم یوه مقاله خپره کړې ده.
ښاغلی نیومن په دې مقاله کې لیکي، چې متحد ایالات له افغانستان، پاکستان، طالبانو او جمهور ریس حامد کرزي سره ستونزې لري.
د جمهور ریس اوباما اداره په دې اړه، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته باید څومره عسکر په افغانستان کې پاتې شي، په پریکړه کې ځنډ کوي او په دې ډول د ځان لپاره شرایط لا خرابوي.
رونالد نیومن وايي، په وروستیو کې له جمهور ریس حامد کرزي سره پر اختلافاتو زیات تمرکز وشو، حال خو هلته د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
افغان پولیسو د دې هېواد په جنوبي سیمو کې د وسله والو طالبانو مخنیوی کړی دی او دا هغه مساله ده، چې امریکايي ځواکونو یې په تیرو اوو کلونو کې هڅه کوله خو تر دې حده نه وو، بریالي شوي.
ورځپاڼه وايي، چې افغانان په وروستیو کې له خپل هېواده د دفاع لپاره زیات چمتو والی څرګندوي، چې ښايي د وسله والو طالبانو له خوا د ترور په وړاندې د عکس العمل یوه برخه وي.
په کابل کې امریکا پخوانی سفیر رونالد اي نیومن په دې مقاله کې لیکي: د مارچ په میاشت کې مې واوریدل، چې په ډيرو مواردو کې د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې ملي اردو، پولیس او سیمه يیز خلک په بې ساري ډول د یوه بل ملاتړ کوي.
واشنګټن پوست وايي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو په اړه پریکړه کې د اوباما د ادارې ځنډ د امنیتي مسولیتونو د سپارلو چارو ته زیان رسوي.
واشنګټن پوسټ په حواله، په افغانستان کې د امریکا یو شمیر نړېوالو متحدینو تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د دې هېواد په شمالي او لویدیځو ولایتونو کې تر ۲۰۰۰ پورې عسکرو د پریښودلو لپاره علاقمندي څرګنده کړې.
خو که چېرې د هغو عسکرو شمیر، چې امریکايي غواړي په افغانستان کې پریږدي تر هغوي کم وي او یا امریکا خپل هوايي ملاتړ بند کړي، نور متحدین به هم په دې اړه پریکړه بدله کړی.
واشنګټن پوست وايي: زموږ نور متحدین به هم هغه مهال پریکړه کوي، چې موږ خپله پریکړه اعلان کړو.
د ورځپاڼې په وینا، د امریکا د نیت په اړه شک او ګومان د افغانانو په ګډون ټول لوري زړه نا زړه کړي دي.
نیویارک پوسټ:
نیویارک پوسټ خپرونې د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د یوه امریکايي عسکر د وژل کېدو د بې ساري کېسې ځينې برخې په یوه مقاله کې خپرې کړې دي.
نیویارک پوسټ لیکي، چې امریکايي عسکر مایکل کېبل شپږویشت کلن وو او په سیمه کې یې د افغان او امریکايي چارواکو د امنیت د تامین دنده درلوده.
مایکل کېبل د چهارشنبې په ورځ خپل مرکز ته نږدې د یوه کلي له ماشومانو سره لوبې کولې، چې یوه شپاړلس کلن هلک له شا په غاړه کې په چړه وواهه.
نیویارک پوست لیکي، چې له حمله کونکي سره غټه چړه وه او تر حملې وروسته د پاکستان پر پوله واوښت.
د نیویارک پوسټ په حواله، حمله په داسې وخت کې شوې، چې د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو تلفات زیات شوي دي او شمېر یې ۱۴ ته رسیدلی دی.