د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

"په افغانستان کې د روانو ناخوالو یو سترلامل هم بې باوري ده"


د افغانستان علمي او څیړنیز مرکز له خوا په کونړ کې د دولت او ولس او د خلکو ترمنځ د باور جوړونې په نوم یو ورځنۍ غونډه وشوه.

دیني عالمانو ویل که چېرته ټول افغانان په اسلامي اصولو عمل وکړي نو نننۍ راپیدا شوي بې باوري به پای ته ورسیږي.

غونډه د اسعداباد په مرکزي روزنتون کې جوړه شوې وه، چې په کې د دوه سوه په شاوخوا کې قومي مشرانو دیني عالمانو او ښځو ګډون کړی و.

د افغانستان د علمي او څیړنیز مرکز مرستیال مولوي شمس الرحمن هاشمزي ازادۍ راډیو ته وویل، دوي ځکه د اعتماد جوړونې په نوم یو ورځنۍ غونډه جوړه کړه، چې په تیرو دیرشو کلونو کې د افغانانو ترمنځ په یو بل د باور او اعتماد روحیه کمزورې شوې او په هېواد کې د روانو ناخوالو یو سترلامل هم بې باوري ده:

"ډیری خلک په خپلو منځونو کې بې باوره دي، حکومت د ولسونو او ولسونه حکومت سره.یو خو باید په اسلامي ارزښتونو يي یووالی راشي.

ټول سره یو شي، د دې او هغې خبره له منځه لاړه شي، ټول په قران او سنت منګولې ولګوي او بل باید حکومت له ځانه ښه حکومتداري رامنځ ته کړي."


له هراته راغلي دیني عالم عبدالرحمن مولوي زاده بیا زیاته کړه، په افغانستان کې رامنځته شوي بې باورۍ هېواد له هر ډول پرمختګ او ګاونډیانو سره د سیالۍ په میدان کې شاته پرې ایښی دی:

"په افغانستان کې د بې باورۍ تر ټول لوی لامل د قومیت مساله ده.

د دې پرځای چې افغانان د ملي کېدلو په لور لاړ شي او زموږ پیژندګلوي د اسلام د مقدس دین په اساس وي، دا هرڅه د قومیت په اساس جوړ شوي دي او له دې څخه د افغانستان دښمنانو بده استفاده کړې ده.

دوهمه ستونزه د زورواکۍ ده، دغه زورواکي او د زور ویناوې د دې لامل شوي، چې یو شمېر کسانو د حکومت سره فاصله پیدا کړې ده."


د کونړ والي سید فضل الله وحیدي وویل، که چېرته ټول افغانان ځانونه په اسلامي اصولو برابر کړي، نو له هېواده به هر ډول ناخوالې، جګړې او ستونزې کډه وکړي:

"که باور ولرو، نو بیا څنګه فساد کې اول یو، که باور ولرو نو بیا څنګه تاریاکو کې اول یو،که باور مو جوړ شو رشوت په خپله ورکېږي.هیڅکله به څوک رشوت وانخلي."

کار پوهان وايي، په افغانستان کې د جګړو پیل کېدو سره سم د یو شمېر ګاونډیو او لېرې پرتو هېوادونو له خوا، د افغانانو ترمنځ د قوم ژبې، سمت، ګوندونو او مذهب په نوم اختلافات رامنځته کړای شو او د وخت په تیریدو ورته نوره هم لمن ووهل شوه.

همدغو بې باوریو او اختلافاتو افغانان یو بل ته په مورچو کې کېنول او له امله يي په زرګونو کسان ووژل شول او اوس هم د نفاق او بې اعتمادۍ فضا په هېواد کې حاکمه ده.

روح الله انوري- کونړ
XS
SM
MD
LG