د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

په خوست کې به سږکال ٧٠زره نوي زده کوونکي جذب شي


دخوست ولایت دپوهنې ریاست مسوولین وايي ،چې که څه هم په یاد ولایت کې د زده کوونکو په کمیت او څومره والي کې دپام وړ پرمختګ رامنځته شوی ، خو لا تراوسه هم دمعارف دکیفیت او اغیزمنتوب په برخه کې ستونزې او نیمګړتیاوې شته ،چې باید ه دي دمعارف ښوونکي او مربیون يې ښه کولو لپاره په خپل ټول توان هڅه او کوښښونه وکړي.

دشنبې په ورځ په خوست کې دنوي ښوونیز کال دپیلیدا په ځانګړې راټولیدنه کې دخوست پوهنې رئیس بخت نور بختیار د معارف دکلني رپوټ دوړاندې کولو پرمهال وویل ،چې دنوي تعلیمي کال دپیلیدو په مراسمو کې به ښوونکو ته د نومرو دویش بهیر عملاً پیلیږي او ددې ترڅنګ نوموړې اداره په پام کې لري ،چې 70زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب کړي:

”نوی 92یم ښوونیز کال پیلیږي او دویم داچې ښوونکیو د یوې سرپناه لپاره پوره لس کاله انتظار کړی دی ،نن ورځ دمعلیمنیو لپاره داستوګنې شهرک توزیع کیږي ،موږ سږکال ښوونځیو ته د70 زره ماشومانو دجذب پلان لرو،موږ باید له یوې خوا د کار لپاره دعوت وچلوو او بل لوري ته دمعارف دکیفیت ښه کولولپاره خپل ټول امکانات په کار واچوو“

دخوست ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار هم په خبرو کې له ښوونکیو وغوښتل ،چې ددرسونو په پرمخبیولو کې خپلې هڅې ډیرې کړي ،ده په خوست کې شته امن دمعارف دبهبود لپاره یو ښه فرصت وباله:

”زه له ښوونکیو غواړم ،چې دمعارف دبهبود لپاره ډیر کوښښ وکړي ،ځکه په اوسني وخت کې خوست له ښه امنیتي حالت څخه برخمن دی او ښه امنیت دمعارف دپرمختګ لپاره فرصت ګڼل کیږي“

قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي دنوي تعلیمي کال دپیل په مراسمو کې وویل ،چې زموږ په ټولنه کې ټول شخصیتونه او کدرونه دهمدې ښوونکي دزیار محصول دی ،خو لا تراوسه هم ښونکي په مادي لحاظ هیڅ نلري:

”ښوونکی دی چې فیلسوف يې روزلی دی او ښوونکی دی ،چې ټولنه يې د روښنایي لوري ته بیولې ده ،ولی دا ښوونکی هغه غریب او مسکین کس دی ،چې په مادي لحاظ هیڅ نلري ،یو معاش دی ،چې نیمه میاشت پرې ګزاره کوي او پاتې نیمه میاشت له یو بل دکانداره پورونه کوي“

خوست والي عبدالجبار نعیمي دمعارف دجشن په مراسمو کې هیله څرګنده کړه ،چې ښونکي به تیارې او تورتمونه له منځه یوسي او روښنایۍ به زیاتې کړي،دوی به دجنګونو ،دردونو او غمونو څخه نوي نسل ته دکرکې روحیه ورکړي:
”ښوونکیو سره باید ټول ولسونه پدې مقدس سفر کې ملګري شي او پدې ملګرتیا سره روښنایئ زیاتې کړي او تاریکۍ ورکې کړي ،دردونه او غمونه ورک کړي ،جنګونو او ناخوالو ته دپای ټکی کیږدي او تاسو یاست ،چې پدې ستر افغاني امید کې مخکښه رول سرته رسولای شئ “

دیادونې وړ ده دامهال دهیواد په کچه 9.3میلیونه ماشومان او ځوانان په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي ،چې دپوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک دپیغام تر مخې سږ کال به یو میلیون او 640000 نوي زده کونکي ښوونځیو کې شامل شي ، مګر دکتونکیو په وینا لاهم په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان او ځوانان دزده کړو له شرایطو بې برخې دي .

خبریال/نجیب الله الوخیل -خوست
XS
SM
MD
LG