د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

وزيري: يوه نوې قطعه به د بګرام زندان ساتنه کوي


دولت وزيري
دولت وزيري
د افغانستان دفاع وزارت د بګرام زندان د امنیت لپاره یو نوې پوځي قطعه جوړه کړې. په پام کې ده چې د دې زندان د امنیتي چارو ټول مسوولیت نن د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارل شي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې بګرام زندان د جمهوري ریاست له پرېکړې سره سم دوی ته سپارل کېږي.

د امریکا پوځ د دې زندان سلګونه بندیان چې د تروریستي فعالیتونو په تور نیول شوي له دې مخکې افغان حکومت ته سپارلي وو، خو یوشمېر نور تورن چې د امریکايي چارواکو په وینا خطرناک کسان دي لاهم د امریکا د پوځ له خوا ساتل کېدل.

د اسوشیتېدپریس خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا دفاع وزیر چک هګل د شنبې په ورځ له افغان ولسمشرحامدکرزي سره ټلفوني خبرې وکړې او دواړو موافقه وکړه چې بګرام زندان به د افغانستان حکومت ته سپارل کېږي.

بګرام هوايي اډه
بګرام هوايي اډه
امریکايي چارواکو ویل چې افغان حکومت د دې خطرناکو بندیانو د ساتلو لپاره پوځي قوت او د هغوی د محاکمې لپاره یو اغېزمن عدلي او قضايي نظام نلري، خو دادی افغان حکومت د دې زندان د امنیت سمبالولو په مقصد یوه ځانګړې قطعه جوړه کړې. د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري وویل، د پوځي پولیسو په نوم فرقه به د بګرام زندان د امنیت ټولې چارې سمبالوي.

اسوشیتېدپریس خبري اژانس د یو امریکايي مقام له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي چې د شوي توافق له مخې افغان لوری باید د داسې یوې پروسې کارول یقیني کړي چې خطرناک بندیان به نه خوشې کیږي. د راپور له مخې دا توافق هم شوی چې دواړو لوري باید د اختلافاتو د ختمولو لپاره ګډ کار وکړي.

بګرام زندان د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د کړکېچ یوه مهمه موضوع وه او حتی ځینو څارونکو وېره درلوده چې دا لانجه ښايي د کابل او واشنګټن ستراتیژیک تړون له ګواښ سره مخامخ کړي.
XS
SM
MD
LG