د ولسي جرګې یوشمېر غړي چې د ژمي په رخصتیو کې یې د خپلو ولایتونو امنیتي وضعیت له نږدې کتلی انتقاد کوي، چې ځینې حکومتي مسوولین د هېواد په نا امنیو کې لوی لاس لري.
هغوي دغه انتقادونه د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې چې د امنیتي مشکلاتو د ارزونې لپاره جوړه شوې وه وکړې.
د جرګې دوو تنو غړیو محمد نعیم لالي حمیدزي او سیداکرم اغا په حکومتي چارواکو په تندو ټکو انتقادونه وکړل.
"۱- په ډېرو ولایتونو کې امنیه قوماندان د ملي امنیت رییسان او ویاندویان په دې باندې پوه شوي دی چې د ولسمشر موده یو کال پاتې ده ،دوی چور شروع کړی دی له خلکو باج اخلي له خلکو پیسې اخلي دغه خپله نامنۍ ته لمن وهي.
۲- د تخار ولایت په یوې ولسوالۍ کې دوهم ساتنمن وزیر د امنیه قوماندان په توګه ګمارلی، په داسې حال کې چې د هغه ورور اوس هم د طالبانو رسمي ولسوال دی،دغه هغه خبره ده چې دهغه په اړه زه رسمي شواهد لرم."
د ولسي جرګې ژمنۍ رخصتۍ د تیرکال د دلوې په میاشت کې شروع او یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.
وکیلانو ته وظیفه ورکړل شوې چې په ژمنیو رخصتیو کې خپلو سیمو ته ولاړ شي او د خلکو ستونزې له نږدې وګوري.
په سیمو کې غیر مسوولو وسلوالو کسانو شتون،په لوړو امنیتي چوکیو باندې دنالایقه اوغیر مسلکي کسانو ګمارل او په خلکو باندې د وسلو خرڅلاو هغه انتقادونه و چې ځینو وکیلانو د خپلو ولایتونو په چارواکو باندې درلودلې.
خو د کورنیو چارو وزارت مسوولین دغه ادعاوې بې اساسه بولي اوټینګار کوي چې دهېواد د امنیت د ټنګولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
"که چېرې دغه ادعاوې مطرح کیږي چې ګواکې خپله د پولیسو چارواکي په ناامنیو کې لاس لري ،زه فکر کوم چې دغه به اساس ونه لري او هیڅوک به دغه ونه مني ،د افغانستان ملي پولیسو همیشه قرباني ورکړې ،زموږ غوښتنه له مشرانواو وکیلانو څخه دغه ده د دوي قربانیانې وپژني او له هغو څخه قدر وکړي."
ښاغلي صدیقي همدارنګه له وکیلانو غواړي،چې د انتقادونو پرځاي باید دهېواد له امنیتي ارګانونو سره ګډ کار وکړي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو همداراز شکایت کاوه چې په ولایتونو کې یې دپوهنې ،روغتیا ،سړکونواو بیسټیزو پروژو په برخو کې هم لازم کارونه ندي شوي.
دا په داسې حال کې دی ،چې عام خلک او کارپوهان هم وايي ، حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا د ملیارډونو مرستو سره سره بیا هم نده توانېدلی،چې دخلکو غوښتنوته سم ځواب ووايي او ګټور پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.
راپور: رحمت الله افغان