کابل چاپ یوشمېر ورځپانو د ولسمشر حامد کرزي د پرونیو څرګندونو په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې چې؛ د نوي تعلیمي کال دشروع پرمهال یې کړې وې.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په غټو ټکو سره د ولسمشر خبرې راخیستې چې ویلي دي؛ هغه څوک چې، دتعلیم مخه بندوي، پردیو ته کار کوي او په زوره خلک غلامۍ ته مجبوره وي.
یادې ورځپاڼې د پوهنې د وزیر له خولې لیکي په روان ښوونیز کال کې به څه دپاسه یونیم میلیون ماشومان ښوونځيو ته شامل شي؛ چې ۴۱ سلنه به یې نجونې وي.
د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د پوهنې په بهیر کې چوپ انقلاب خو دوې اندېښنې!"
د سرمقالې لیکوال لیکي، د پوهنې بهیر له دوو لوریو ډیر ترګواښ لاندې دی؛ چې که یې مخه ونه نیول شي، پایلې به یې خدای مه کړه هېواد ته دیوه بل ناورین پیلامه وي.
د لیکوال په باور لومړی د سږني کانکور په څېر درغلۍ چې ډېر ښکاره په هېواد کې دعقده یې پاړکیو جوړېدوته لمن وهي. دوهم هغه ولایتونه چې د جګړو او نا امنیو ښکار دي د ښوونځيو او زده کړو بهیر یې ټکنی شوی دی.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، د پوهنې وزارت ترخپله وسله مسوولیت ادا کړی دی؛ خو د دغو سیمو زده کوونکي او عام ولس خاصې پاملرنې ته اړتیا لري.
د سرمقالې لیکوال په پای کې لیکي؛ که زموږ په نظام کې د میرمنو ونډه یوه اړتیا بولو او امتیاز ورته قایل یوو، دبدامنو سیمو معارف ته زیاته پاملرنه هم زموږ ملي اړتیا ده.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې هم دولسمشر کرزي خبرې راخیستې چې له افغان پانګواالو او سرمایه دارو څخه یې غوښتي و دیو مرستندویه صندوق په رامنځ ته کولو سره دهېواد دښوونځيو په جوړولو کې برخه واخلئ.
هېواد:
بلې دولتي ورځپاڼې هېواد هم د ولسمشر کرزي خبرې راخیستې دي چې؛ پرون یې ویلي وو، که چېرې طالبان د اسلام لارښوونو ته ژمن وي، نو د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې له پوهنې سره له ښمنۍ لاس واخلي.
د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی "د افغانستان له پوهنې سره دښمني د هېواد له پرمختګ سره دښمني ده."
د لیکوال په اند د هېواد د بچیانو دتعلیم مخه او دښوونځیو بندول د سیمې او نړۍ د استخباراتي شبکو له خوا کیږي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې د پوهنې وزارت دې نه یوازې دهېواد د دیني عالمانو او سپن ږیرو او دغه راز له امنیتي ځواکونو سره د پوره همغږۍ له مخې د هېواد په نا امنو سیمو کې د هېواد د بچیانو د تعلیم د دښمنانو د بیخي له منځه وړلو له پاره پر بیړنیو او کوټلو اقداماتو لاس پورې کړي، بلکې د عصر د ایجاباتو سره سم دې د کیفیت له پلوه دهېواد دښوونې او روزنې د پرمختګ لپاره د مسلکي ښوونکو د روزلو او د زده کوونکو د سالمې روزنې او دغه راز ترڅنګ یې د ښوونځیو د ودانیو پوره کولو او جوړولو ته هم په کلکه خپلې مټې رابډوهي.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، اوس د هېواد په نږدې ۱۶۰۰۰ ښوونځیو کې لس میلیونو زده کوونکو ته د څه د پاسه دوه لکه ښوونکو له خوا زده کړه ورکول کیږي.
چمتوکوونکی: رحمت الله افغان