د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

"افغان او امریکايي چارواکي د بګرام زندان د سپارلو په اړه هوکړې ته رسیدلي"


د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي
د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي
د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي چې؛ له امریکايي چارواکو سره د بګرام زندان د سپارلو پر ټولو تخنیکي مسایلو هوکړې ته رسیدلي دي.

وروسته له اوږدو ناندریو او اختلافاتو د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو وویل چې؛ جمهور رییس حامد کرزی او امریکايي چارواکي د بګرام زندان د سپارلو په اړه یوې هوکړې ته رسیدلي دي.

د جمهور رییس ویاند ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل چې؛ جمهور رییس کرزي د شنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې د امریکا له سفیر "جیمز کننګهم" او د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ سره خبرې وکړې.

ایمل فیضي وویل چې، دوی د بګرام زندان د سپارلو په اړه د یوه نوي تړون په جزیاتو موافقې ته ورسیدل او ټاکل شوې ډیر ژر د دې موافقې له مخې د بګرام زندان افغان حکومت ته وسپارل شي:

ښاغلي فیضي ونه ویل چې، د بګرام زندان د سپارل کیدو په اړه له امریکايي چارواکو سره نوی تړون له پخواني هغه سره څه توپیر لري.

تیر کال هم د افغانستان د هغه وخت د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ او د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن ترمنځ د بګرام زندان د سپارل کیدو په اړه موافقه لاسلیک شوې وه.

د دې موافقې له مخې باید په شپږو میاشتو کې بګرام زندان په بشپړه توګه افغان حکومت ته سپارل شوی و.

له هغې وروسته د بګرام زندان شاوخوا درې زره کسان افغان حکومت وسپارل شول.

خو له موافقې سره سره بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ په دې اختلافاتو دوام ورکړ چې ایا امریکايي ځواکونه ځینې خطرناک بندیان له ځان سره ساتلی شي او که نه.

څو ورځې مخکې د جمهور رییس د دفتر رییس عبدالکریم خرم ازادي راډیو ته تایید کړه چې؛ امریکايي چارواکي نه غواړي هغه شاوخوا څلویښت افغان زندانیان چې ډیر خطرناک دي افغان حکومت ته وسپاري.

هغه وویل چې، افغان دولت غواړي، دغه کسان هم ور وسپارل شي؛ خو دا ډاډ هم ورکوي چې له زندانه به نه پریښودل کیږي.

د ښاغلي خرم په وینا افغان دولت دا خبره منلې ده چې امریکایان به د بګران زندان بهرني زندانیان له ځان سره ساتي.

ددغه زندانیانو شمیر لسګونه تنه دی.

د بګران زندان په اړه د اختلاف بل ټکی د اداري توقیف دی.

افغان چارواکي له دې توقیف سره مخالف دي او وايي، چې امریکايي ځواکونه باید د مشکوک کس د نیولو په صورت کې هغه د افغانستان له قوانینو سره سم په دوه اویا ساعتونو کې افغان حکومت ته وسپاري.

اوس داسې ښکاري چې په دغو مسایلو اختلافات هوار شوي او په یوه تړون کې به یې جزیات راځي.

تر دې مخکې افغان او امریکايي چارواکي د جمهور رییس د هغه امر پر سر هم موافقې ته رسیدلي چې له میدان وردګو دې د امریکا ځانګړې ځواکونه ووځي.

داسې ښکاري چې ددغو اختلافي مسایلو له هواریدو وروسته اوس افغان او امریکايي چارواکو ته ددې زمینه مساعده شوې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون پر سر خبرو ته دوام ورکړي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG