د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

له درغلیو ډک کانکور څرنګه جبرانېدای شي؟


کابل یو شمېر ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ خپلې لیکنې او تبصرې د کانکور ازموینې پایلو ته ځانګړې کړې دي.

ملي باور:

ملي باور خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخکې د مشرانو جرګې پریکړه راخیستې ده، چې ویلي دي د کانکور د ازموینو کمېټه دې لغوه او پرځای دې یو بله ملي کمېټه چې د لوړو زده کړو وزارت تر اغیز لاندې نه وي، رامنځ ته شي.

ورځپاڼه لیکي، مشرانو جرګې وروسته له هغې دغه پرېکړه وکړه، چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې زده کوونکو د روان کال د کانکور په ازموینه کې د پراخو درغلیو ادعا لرله او خپلو شکایتونو ته د رسېدو لپاره یې مظاهرې وکړې.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم د مشرانو جرګې د غړیو خبرې راخیستي، چې ویلي دي د کانکور په ازموینه کې خیانت شوی او هرهغه څوک چې پر دغه خیانت سترګې پټوي، خاین دي.

یاده ورځپاڼه وړاندې لیکي، وړمه ورځ ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې د کانکور ازموینې د پایلو ځېړلو لپاره دې، د ملي شورا له فرهنګي کمېسیونونو، مدني ټولنو او د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو ګډ کمېسیون جوړ شي.
ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې له درغلیو ډک کانکور څرنګه جبرانېدای شي؟

لیکوال په سرمقاله کې لیکي د سږني کانکور پایلې، چې هرڅنګه وګڼل شي او دلایل ورته کتار شي له دې پرته بل تعبیر ترې ناشونی دی ،ډېرې نامتوازنې وي ،منل یې ولس ته ګران دي.

د لیکوال په باور د دې پایلو د ټولو بدو عواقبو مخه نیول ښایي ناشونې وي ،ځکه چې که فرضآ دغه کانکور باطل اعلان شي ،ښايي بیا هم د زرګونو نورو زده کوونکو هېلې پر اوبو لاهو شي.

د سرمقالې د لیکوال په اند ترټولو مناسبه لاره دا ده،چې د ولایتونو د نفوسو په تناسب زده کوونکي په پوهنتونونو کې جذب شي.

ویسا ورځپانې سرمقاله لیکونکی وړاندیز کوي د راتلونکي لپاره همدغه ترټولو معقوله لاره ده ،چې د کانکور اوسنۍ کمېټه منحل شي اویوه ملی کمېټه په داسې ترکیب جوړه کړای شي ،چې د ولس ډیری برخه پرې ډاډه وي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې اوس د زده کړو بڼه بدله ده ،په نوره نړۍ کې د ناکام په نامه څوک نشته ،استعدادونه ارزول کیږي او د وړتیا و او ذوق سره سم د علم او زده کړې دروازې ورته پرانیستل کیږي اود سرمقالې په پای کې راغلی موږ که د نورې نړۍ کچې ته نشو رسېدای لږ ترلږه خو دومره زمینه باید برابره شي ،چې ځوانان د چا ناوړه لاسوهنې او مغرضانه کړنو له امله په عقده يي ځواک بدل نشي.

چمتوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG