د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۰

په وردګ کې د امریکایي عسکرو د پاتې کېدو پرسر د جوړجاړي هڅې


رویټرز خبري اژانس د یوه افغان چارواکي له قوله وايي چې افغان حکومت ته د باګرام زندان د بشپړ مسوولیت په سپارلو سره ښايي کابل او واشنګټن په میدان وردګ کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو پر سره یوه جوړ جاړي ته ورسیږي.

له میدان وردګ څخه د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر کرزي امر د امریکا د پوځي مقاماتو غصه وپاروله او هغوی يې اندیښمن کړل چې له دغې سیمې څخه د خاصو سرتیرو وتل به وسله والو ته دغلته د فعالیت او پر مرکز کابل د حملو زمینه برابره کړي.

امریکايي ځواکونو تیر م کال د باګرام زندان ځینې برخې او شاوخوا ۳۰۰۰ زندانیان افغان لوري ته وسپارل خو تر اوسه يې سلګونه نور طالب بندیان له دې ویرې چې کیدای شي؛ له خوشې کېدو وروسته بیا جګړې ته مخه کړي؛ د افغانستان حکومت ته نه دي سپارلي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د دفاع د وزارت په حواله وايي چې؛ ولسمشر کرزي او د دفاع وزیر چک هیګل د شنبې په ورځ د باګرام زندان او میدان وردګ په اړه تیلفوني خبرې کړي او دواړو موفقه کړې چې، راتلونکې اونۍ په دې اړه د جوجاړي لپاره جدي هڅې وکړې.

ولسمشر کرزي وروسته له هغې له میدان وردګ څخه د خاصو امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه چې؛ د سیمې خلکو د دغو ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایتونه وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې؛ افغان حکومت ته د باګرام زندان د سپارلو په برخه کې نور ځنډ به د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې زیانمنې کړې.

امریکايي چارواکي غواړي یقیني شي چې؛ له باګرام څخه خوشې کیدونکي بندیان به بیا د جګړې کرښو ته نه ستنیږي؛ خو افغان ولسمشر ټنیګار کوي چې؛ له دې زندان څخه به هغه بندیان ازاد کړي؛ چې بې ګنا نیول شوي دي.

د بګرام زندان د سپارلو او په میدان وردګ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د فعالیت مسالو په دې وروستیو کې د افغان حکومت او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې بحراني کړي دي.

بل لورته د ناټو مقامات وايي چې؛ په میدان وردګ کې د دوی پوځي عملیات دوام لري او هیله مند دي چې، اففان حکومت او ایتلافي ځواکونو به په دې برخه کې موافقې ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG