په میدان وردګو ولایت کې د امریکا خاص ځواکونه په دې مقصد ځای پر ځای شوي وو، چې په سیمه کې امنیت او ثبات ټینګ کړي او خلک په ارامه ژوند وکړي.
خو ځایي خلک له خاصو ځواکونو او هغو افغان امنیتي قوتونو څخه زیات شکایتونه لري چې له امریکایي پوځیانو سره کار کوي.
د سیمې اوسیدونکې وایي، د امریکا خاص ځواکونه او افغان ملګرې یي عادي خلک نیسي، وهې یي او ځوروي یي.
جمهور رئیس کرزي هم د همدغو شکایتونو پر اساس امریکایي ځواکونو ته امر کړی و چې له سیمې ووځي.
دوې اوونۍ وړاندې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا خاصو ځواکونو ته امر کړی و چې له میدان وردګو ولایت څخه دي ووځي.
د تيرې دوشنبې په ورځ د جمهور رئیس کرزي له ضرب الاجل څخه یوه ورځ تیره شوه، چې یوه افغان پولیس افسر په میدان وردګو ولایت کې د امریکا په خاصو ځواکونو او افغان امنیتي قوتونو ډزې وکړې او له امله یي دوه امریکایي پوځيان او دوه تنه افغان پولیس ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.
د فبرورۍ په ۲۴ مه د جمهور رئیس کرزي ویاند ایمل فیضي په میدان ورډګو ولایت کې د امریکا خاص ځواکونه د سيمې په بي امنۍ او بي ثباتۍ تورن کړل:
(ډلې دې چې د امریکا د خاصو ځواکونو په نامه یادیږي او افغانان هم ورسره دي. دوي د افغانانو کورونو ته ورځي او تالاشۍ کوي، خلک ځوروې او شکنجه کوي او حتی بي ګناه انسانان وژنې. پدي اړه کافې شکایتونه کابل ته رسیدلې دي.
د ملي امنیت شوری په جلسه کې د ملي دفاع وزارت ته دنده وسپارل شوه چې امریکایي خاص ځواکونه په دوو اونیو کې د میدان وردګو ولایت له مربوطاتو څخه وباسي).
انډپنډنټ ورځپاڼه په مضمون کې لیکې: د امریکا د خاصو ځواکونو او افغان ملګرو پر وړاندي د تورونو په اړه زیات معلومات نشته. په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې د سازمان څيړونکې هیدر بار وایي: په دې اړه ډيره ګرانه ده چې له اوزو اخوا نور څه تر لاسه شي.
ځیني څارونکې دا هم وایي، له امریکایي ځواکونو سره چې کوم افغانان کار کوي، هغوي ممکن د ځینو ملیشه ځواکونو کسان وي. خو داسي بریښې چې جمهور رئیس کرزی پدي باور شوی چې له سيمې څخه د امریکایي خواص ځواکونو د ایستلو لپاره کافي شواهد ورسره دي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څارنې د سازمان څیړونکې هیدر بار زیاتوي:
(په کافي اندازه لوګی تر سترګو کېږي او داسي ښکاري چې اور هم باید بل وي. دا لومړی ځل ندی چې دامریکا خاص ځواکونه په سیمه کې دا ډول فعالیتونه کوي. دا ځواکونه د څار قوتونه دي او امریکا سمبال کړی دي.)
انډپنډنټ ورځپاڼه په دي باور ده چې د امریکا پوځ او د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آي ای) له ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کې داسي قوي او عصري ملیشې روزلې او سمبال کړې چې فعالیتونه یا عملیات یي افغان حکومت ته نه دي ښودل شوي.
د جمهو ررئیس کرزي ویاند پدی اړه وایي، ددي وخت رارسیدلی چې بهرنی ځواکونه باید موازې تشکېلات افغان حکومت ته وسپاري.