کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو خپلې لیکنې او سرمقالې کابل ته د ناټو د عمومي منشي وروستي سفر ته ځانګړې کړې دي.
ملي بارو:
ملي بارو خپلواکې ورځپاڼې د راسموسن له خولې لیکلي؛ پاکستان دې د تروریستي شبکو د له منځه وړلو لپاره هڅې زیاتې کړي.
ورځپاڼه د ناټو له عمومي منشي څخه په نکل لیکي، نړیواله ټولنه به افغانستان یوازې پرې نږدي او له دې هېواد سره به د کړیو ژمنو له مخې د اوږدې مودې لپاره خپلو مرستوته دوام ورکړي.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د ناټو غونډې او د دې سازمان غړیو لیده کاته له افغان چارواکو سره زیات شوي دي؛ چې ټاکلې ده، د روان میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د ناټو ماموریت پای ته ورسیږي او د افغان ځواکونو د روزنې اوسمبالښت نوی ماموریت به پیل کړي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره په کابل کې د ناټو له مشر سره د ولسمشر کرزي له ګډې خبري غوڼدې د ولسمشر خبرې راخیستې؛ چې ویلي یې دي، پاکستان هغه څه چې غوښتل، ښکاره یې کړل.
ورځپاڼه زیاتوي حامد کرزي له راسموسن سره په خبري غونډه کې وویل؛ چې د اشرفي خبرې دا ښیي، چې دغه هېواد اوس هم له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ریښتینی نه دی.
سرنوشت د راسموسن له خولې لیکي، افغان ځواکونو ته د تاسیساتو تر سپارلو مخکې باید ډاډ ترلاسه کړو، چې دوی دغه تاسیسات ساتلی شي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې له راسموسن څخه په نکل لیکي؛ په تور لست کې د طالبانو شاملول د ناټو وظیفه نه ده.
ورځپاڼه لیکي، له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هغه وخت چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسوي له دې هېواد څخه به دوی بیا هم قاطع ملاتړ وکړي.
ویسا وړاندې د افغان ولسمشر حامد کرزي خبرې راخیستې؛ چې وايي، هغه څوک چې تروریزم هڅوي، نه یواځې په تور لیست کې دې شامل شي بلکې د بداخلاقی په نړیوال تورلیست کې دې هم شامل کړای شي.
د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، واحد ملي دریځ، راتلونکی خوندي کولای شي.
د سرمقالې د لیکوال په اند، د ناټو د مرستو د دوام ژمنې ظاهراً تکرار شوې، د ناټو د سرمنشي او حامد کرزي په پروني خبري کنفرانس کې د ولسمشر او راسموسن په هیلو او څرګندونو کې یو ښکاره توپیر ښکارېده.
سرمقاله لیکونکي لیکي، د پاکستاني علماو له خوا په افغانستان کې د ځانوژونکو حملو د جواز په اړه د ولسمشر کزي لهجه پریکنده وه، خو راسموسن په څرګنده په تورلیست کې د حمله کوونکو ډلو اوسازمانونو د شاملولو په باب بې ځوابه و،هغه وویل چې دا د ناټو کار نه دی.
سر مقاله لیکونکی پوښتنه کوي، چې افغان ولس او زموږ حکومتي اوسیاسي چارواکي دغه حالت درک کولای شي که نه، که یې درک کوي څه باید وکړي.
د لیکوال په اند یوازې د ملي یووالي په رڼا کې یو واحد دریځ، زموږ د ولس راتلونکی خوندي کولای شي.
چمتوکوونکي: رحمت الله افغان