افغان حکومت او ناټو چارواکې وايي، اوس مهال د بهرنیو ځواکونو ځیني پوځي تاسیسات افغان ځواکونو ته سپارل شوي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د نړېوالو ځواکونو د پوځي تاسیساتو سپارل هم د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو یوه برخه ده.
همدارنګه ښاغلي راسموسن وايي، د پوځي مرکزونو تر سپارلو وروسته باید دوی دا ډاډ حاصل کړي، چې ایا افغان حکومت د دغو مرکزونو د ساتنې او مدیریت توان لري او که څنګه؟
“یقیناً تاسو داسې ټکي ته اشاره وکړه، چې موږ ته ډیر مهم دی.
موږ له افغان حکومت سره خبرې کوو، ترڅو ډاډ حاصل شي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه ډول مرکزونو څخه په بشپړه توګه په اقتصادي، تخنیکې او مدیریتي ډول ګټه اخیستل کیږي.
موږ باید ډاډه شو، چې افغان حکومت ته سپارل شوي پوځي مرکزونه او ځایونه په ښه ډول اداره کیږي؟ او ایا افغان دولت ته ګټه لري.”
د راپورونو له مخې افغان چارواکو تر دې پخوا پر نړېوالو ځواکونو انتقادونه کول چې ګواکې له له افغانستانه د وتلو سره سم خپلې پوځي اډې له منځه وړي.
په کابل کې د ایساف ځواکونو د مسئولینو په خبره دوی په افغانستان کې 800 پوځي مرکزونه لري، چې نیمايي یې یا تړل شوي او یا هم افغان ځواکونو ته سپارل شوي.
د ایساف د معلوماتو له مخي د دغو پوځي مرکزونو شا او خوا 70 یې منځني او نور یې واړه مرکزونه دي.
افغان ولسمشر حامد کرزي په دې غونډه کې وویل، د ناټو له چارواکو سره یې له پخوا څخه ددغو مرکزونو پر سپارلو خبري کړي.
ولسمشر کرزی وايي، ددغو پوځي مرکزونو په اړه یې د ناټو له چارواکو سره هر اړخیزي خبري کړي:
“هغه ځایونه چې موږ یې د پوځي او پولیسي مزکزونو لپاره مناسب وبولو وبه یې ساتو، کوم ځایونه چې باید په ولسي مزکزونو بدل سي، هغوی ته به یې وسپارو او په هغو ځایونو کې چې اړتیا ورته نسته، مثلاً په دښتو کې دي او په هغو پیسې او زموږ د ځواکونو وخت ضایع کیږي، نو هغه نه غواړو، چې پیسې مو په ولګیږي.
موږ له ناټو سره په دې اړه له مخکې نه په عملی او سنجول شوې توګه په تماس کې یو.”
که څه هم تر اوسه نړیوالو ځواکونو نه دي ویلي، چې افغان دولت ته یې څو پوځي مرکزونه سپارلي، خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو تر دې مخکې ویلي، چې 66 مهم پوځي مرکزونه ورته سپارل شوي.
د راپورونو له مخي نړیوال ځواکونه په افغانستان کې شا او خوا 15 مهمې پوځي اډې لري، چې د کندهار،بګرام، شینډنډ او مزار پوځي اډې په کې شاملي دي.
په راپورونو کې ویل سوي، نړیوالو ځواکونو تر ډیره په هغو ولایتونو کې خپل پوځي مرکزونه تړلي، چې امنیتي مسئولیتونه یې افغان ځواکونو ته سپارل شوي.
معصوم میوند- کابل