د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د بلوچستان په کلات کې ژورناليست محمود اپريدى وژل شوى


پرون ماذديګر د بلوچستان په کلات سيمه کې يو ژورناليست محمود اپريدى نامالومو وسلوالو په ډزو وژلى دى. دا په پاکستان کې په يوه اوونۍ کې دويم ژورناليست دى چې وژل کېږي.

کلات د بلوچستان د مرکز کوټې جنوب لور ته د کوټې او کراچۍ تر منځ په ١٤٠ کيلوميټرۍ کې پرته سيمه ده. پرون د جمعې په ماځيګر د کلات سيمې د بازار په منځ کې پر موټرسايکلونو سپرو وسلوالو يو ژورناليست محمود احمد اپريدى په ډزو و واژه او د پېښې له ځايه وتښتېدل.

د کلات سيمې پوليس وايي محمود اپريدى د بسونو اډې ته څېرمه د خپل يوه ملګري پر دوکان ناست وو چې موټرسايکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او روغتون ته د وړلو په حال کې يې ساه ورکړه.

د کلات د پريس کلب مرستيال انور مېنګل وايي محمود اپريدي مېرمن او دوه زامن پر مېنه پرېښوول:

"محمود اپريدي په بلوچستان کې د ژورناليزم په ډګر کې ډېر لوى نوم ګټلى وو، د سيمې د ټولنيزو او سياسي موضوعاتو په اړه يې رپوټونه ليکل او د بلوچستان د سياست، ټولنيزو مسايلو، ادب، کلتور او سپورټ په اړه يې له تېرو دېرشو کلونو راهيسې ليکنې کولې"

محمود اپريدى د کلات سيمې د مطبوعاتي مرکز مشر هم وو چې له تېرو شلو کلونو راهيسې له بېلابېلو رسنيو سره کار کړى او اوس وخت يې د (انتخاب) په نامه له يوې اردو ورځپاڼې او (نيوز ون) شخصي ټلويزون سره کار کاوه.

د بلوچستان د ژورناليستانو اتحاديو د محمود اپريدي وژنه په کلکه غندلې او له حکومته يې د هغه د قاتلين د نيولو غوښتنه کړې ده. دا چې حکومت ولې پر خبريالانو د بريدونو په مخنيوي کې پاته راغلى، د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر اکبر حسين درانى يې په اړه وايي:

"په نورو ځايونو کې ډېرې کمې داسې پېښې شوې چې پر خبريالانو دي بريد شوى وي، په خضدار کې تېر کال څو ژورناليستان وژل شوي او په کلات کې دا لومړى ځل دى چې ژورناليست وژل شوى. زموږ ايالتي حکومت هغو ټولو خبريالانو ته خبردارى ورکوي چې که دوى ته د کار په ساحه کې خطر وي حکومت دي ترې خبر کړي"

د وژل شوي ژورناليست محمود اپريدي د وژنې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى، د ژورناليستانو اتحاديې په بلوچستان کې د خبريالانو په وژنو کې د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو وسلوال سازمانونه او استخبارات دواړه تورنوي، خو حکومت او وسلوال سازمانونه عموماً د خبريالانو له وژنو بې خبري ښيي.

په بلوچستان کې له ٢٠٠٨م کاله راهيسې شاوخوا دېرش تنه ژورناليستان په بمي چاودنو او د هدفي وژنو په پېښو کې وژل شوي دي.

د ژورناليستانو د ژغورنې نړيواله اتحاديه سي پي جې وايي پاکستان په نړۍ کې د خبريالانو لپاره پينځم له خطره ډک هېواد دى. په تېره يوه اوونۍ کې دا دويم ژورناليست دى چې په دې هېواد کې و وژل شو. د تېرې چارشنبې په ورځ هم د شمالي وزيرستان په ميرانشا سيمه کې خبريال ملک ممتاز وسلوالو په ډزو و واژه.
راپور:
بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG