د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۶

ځیني سوالګر د سوال پرمهال له ماشومانو کار اخلي


په دې وروستیو کې په کابل ښار کې داسې سوالګرې ښځې زیاتې لیدل کيږی چې د سوال پرمهال خپل ماشومان د یوې وسیلې په توګه کاروی.

داچې داښځی څوک، داماشومان یی خپل اولادونه دی او که د بل چا او که خپل یې نه وي، څنګه ترلاسه کوي؟

د دې راز د معلومولو په نیت مو د کابل ښار څوسیمو ته مخه کړه.

د پل باغ عمومي د یوه واټ په څنډه کې مې یوه ښځه ولیده چې ځآن یې کلک پیچلی، یوشاوخوا درې کلن ماشوم یې په زړو تلتکو کې پټ کړی او مخې ته یې اچولی دی.

ګردچاپیره یې واورې، خټې او چکړې پرتې او په ژړه غوني غږ له خلکو سوال کوي.

له دې مو وپوښتل چې، دې ته څه ضرورت دی چې دومره ماشوم دې په دې سړه هواکې مخې ته غځولی دی؟

دې ځآن راونه پیژاند خو ویې ویل:

"دا ماشوم چې راسره وي، خلک ورته ګوري، زړه سوځوي، وایي، مجبوره ده، بیا ډیرې پیسې راکوي او که ماشوم راسره نه وي څوک پیسې نه راکوي."

دا میرمن وایي، شپږماشومان لري، میړه یې څوکاله د مخه وژل شوی او مجبوره ده، چې د نفقې لپاره سوال ته کښېنې.

ښځی څو دقیقې خپلې خورې ورې ستونزې بیان کړې. خو دا چې میړه یې څوکاله مخکې وژل شوی او مخې ته پروت ماشوم یې لا درې کلن هم نه دی، دې خبرو یې شک پیدا کړ.

له ډیرو پوښتنو وروسته یې وویل، دا ماشوم یې له ورور څخه په کرایه اخیستی او ګټه یې دواړو ته رسیږي او ویې ویل:

"شپږماشومان لرم، میړه مې مړ دی، مجبورۍ له کوره ایستلې یم، دومره پیداکوم چې کله د کورخرڅ کېږي او کله نه."

دا یوازینی ښځه نه ده، چې د کرایي ماشومانو په وسیله له خلکو پیسې ترلاسه کوي بلکې په لسګونو دا ډول نورې ښځې هم شته چې دې کار ته د نورو ماشومان کرایه کوي.

په همدې ډول مو بله ښځه هم ولېده چې شاوخوا یوکلن ماشوم یې د کابل ښار په سړی هوا او لمده ځمکه مخې ته اچولی دی.

دا ادعا کوي، چې ماشوم یې خپل دی خو بیوزلۍ مجبوره کړې؛ چې ماشوم وسیله کړي او پیسی پرې ترلاسه کړي:

"درې ماشومان لرم، یویې پنځه کلن، بل یې درې کلن او دا د څلورو میاشتو دي. خیمې راباندې ناستې دي، دا ګټه مو د کورخرڅ هم نه کېږي، د قمبر په څلور لاري کې دېره یو."

د بشر د حقونو سازمان د دې سوالګرو ښځو په دې ډول کړو وړو سخته اندیښنه ښيي.

د دې کمیسیون یوه مسوول غړي نجیب ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل؛ سربیره پردې چې له ماشومانو څخه د پیسو د لاسته راوړلو په نیت ناوړه ګټه اخیستل کېږي؛ بلکې ځیني ماشومان قاچاق کېږي او پر ځینو جنسي تیری هم کېږي.

"د ماشوم د حقونو د نړیوال کنوانسیون او د افغانستان د بشرحقونو له نظره له دې ماشوم څخه دروغتیا، لوبو، روزنې او له والدینو سره د خوندي ژوند کولو حق اخیستل شوی. دا د ماشوم سالمي ودې ته زیان رسوي."

ښاغلی ځدراڼ له حکومته غواړي چې، داسې قانون دې نافذ کړي، چې په ګدایۍ کې په کې د ماشومانو کارول منع شي.

د سوال پرمهال د ماشوم وسیله کول او په دې هکله د بشر د حقونو انديښنه
دواړه مسالې مو د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره شریکې کړي.

د دې وزارت مرستیال واصل نور مهمند وویل، د پولیسو په همکارۍ یې یو پروګرام تنظیم کړي څو هغه ښځې یا نارینه چې د پیسو پیدا کولو لپاره خپل یا کرایي ماشوم د یوې وسیلې په توګه کاروي؛ له واټونو ټول کړي:

"د یوزرو درې سوه اته اتیایم کال د ثور د میاشتې له لسمې راهیسې چې د کابل ښار څخه د سوالګرو د راټولولو کمپاینونه پیل شوي؛ تراوسه څلورزره او دوه سوه سوالګر راټول شوي؛ چې په دوی کې درې سوه پنځه شپیته ماشومان و، یوشمېر یې کورنیو ته سپارل شوي او نهه پنځوس یې د مرکز او ولایتونو په روزنتونونو کې ساتل کېږي."

په دې هیواد کې دېرش کلن جنګونه، مهاجرتونه، بیوزلۍ، بیکاري او داسې نورې ناخوالې د دې سبب شوي؛ چې یوشمېرخلک سوالګر شي.

بلخوا ډیرې کورنی، سره له دې چې اقتصادي ستونزې لري؛ خو په لږ عاید قناعت کوي او چاته د سوال لاس نه غځوي.

ځیني کارپوهان بیا پر دولت تورلګوي چې، په څه باندې لسو کلونو کې یې، د نړیوالې ټولنې له مالي او تخنیکي مرستو سره سره، د دې ستونزو حل ته لازمې هڅې ونه کړې.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG