د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۲

منل شوې خبره: د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري


د افغانستان سیاسي او اقتصادي انتقال ته دې زیات پام واړول شي
د افغانستان سیاسي او اقتصادي انتقال ته دې زیات پام واړول شي
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس بارک اوباما په ګډون، زیات شمېر جګ پوړي پوځي او سیاسي امریکایي چارواکي له افغانستانه د عسکرو د وتلو خبرې کوي، خو تر اوسه یي له دي هېواد څخه د ځواکونو د ایستلو کومه څرګنده ستراتيژې نه ده اعلان کړې.

په افغانستان کې له یولس کلونو جګړو وروسته دا خبره ومنل شوه، چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري.

دا چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یو قوماندان لاړ او پر ځای یي بل وټاکل شو، د دې وخت را رسیدلی، چې په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي انتقال ته زیات پام واړول شي.

فارین پالیسی لیکي: د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ملت ته خطاب وینا کې اعلان وکړ، چې په روان کال کې به له افغانستان څخه ۳۴ زره امریکایي عسکر وایستل شي، خو د عسکرو د ایستلو د ستراتيژۍ په اړه یي زیات معلومات ورنه کړل.

د خپرونې په باور، کله چې جمهور رئیس اوباما افغان امنیتي ځواکونو ته د زیاتو مسولیتونو د سپارلو او او له ۲۰۱۴ م کال وروسته په دې هېواد کې د امریکایي عسکرو د حضور د څرنګوالې پریکړه کوي، غوره به وي چې دی او سلاکاران یي د عراق جګړه ور په زړه کړي.

فارین پالیسي زیاتوي، د عراق جګړې وښودله چې پوځي حل ته زیات پام یا ټینګار ستر تاوان لري.

متحده ایالاتو په عراق کې د ملکي پروګرامونو، ښه حکومت، ډموکراسۍ، زراعتي پراختیا، د قانون حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې پر ځاي، د عراق د پوځ جوړول په لومړیتوبونو کې ونیول.

په افغانستان کې هم ورته حالت دی. متحده ایالاتو او ناټو په افغانستان کې د ستر او غښتلې پوځ جوړولو ته زور ورکړی، خو ملکي نوښتونو لکه د مخالفو ډلو ترمنځ سیاسي پخلاینې او د قانون حاکمیت ته یي زیات پام نه دی اړولی.

فارین پالیسي وړاندې لیکي: تیر تاریخ ته په کتنې، د افغان ملي پوځ د جوړولو لپاره د امریکا د هلو ځلو بری هم پوره څرګند او روښانه نه بریښي او یو څه اندیښنې یي رامنځ ته کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت په تير ډسمبر میاشت کې ویلي و، چې د افغان ځواکونو د څو کلونو روزنې سره سره، د دې ځواکونو له هرو ۲۳ لواګانو څخه یوازې یوه یي په یوازط ځان او د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته عملیات پر مخ وړای شي.

له بلې خوا، د افغانستان په ملکي سکتور په خاص ډول، د معارف او روغتیا په برخو کې مثبتې نتیجې هم تر سترګو کېږي.

د فارین پالیسي په نظر، د همدې بریاو پر اساس، متحده ایالات باید په افغانستان کې د انتقال په وروستۍ مرحلې کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو، اداري فساد پر ضد مبارزې او د ښځو د حقونو د ساتنې په ګډون، غیر پوځي یا ملکي نوښتونو ته پوره پام وکړي.
XS
SM
MD
LG