د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۳۷

ولې د افغان او پاکستاني دیني عالمانو غونډه وځنډول شوه؟


د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېرغړي په دې باور دي؛ چې په نوي ډهلي کې له هند او امریکا سره د افغانستان وروستۍ درې اړخیزه غونډه د دې سبب شوې چې پاکستان له افغانستان سره د دیني عالمانو د کنفرانس له جوړیدو سره همکاري وځنډوي.

د هغوی په باور دا چې پاکستان د هند سرسخت رقیب دی، نو له دې کبله یاد هېواد سره د افغانستان نږېدوالی نه شي زغملی.

که څه هم ویل کیږي، چې یو شمیر پاکستانيو دیني علمانو د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو په کنفرانس کې ګډون رد کړی؛ خو د افغانستان د سولې عالي شورا ځینې غړي وايي؛ تراوسه هم دغه مساله د دې هېواد د چارواکو له خوا په رسمي ډول نه ده تاییده شوې.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي مولوي شفیع الله نورستاني د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه؛ چې د پاکستان دیني عالمان به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ښاغلي نورستاني وویل، د ده شخصي باور دا دی، چې د یادې غونډې د ځنډېدا یو اساسي علت د افغانستان، هند او امریکا ترمنځ درې اړخیزه ناسته وه؛ چې تېره اونۍ په هند کې ترسره شوه.

"د درې اړخیزه غونډې یا د ستراتیژیک تړون د امضا په خاطر باندې او یا دا چې ولسمشر له هند سره کومه ناسته درلوده، طبعي ده چې دوی به فکر کړی وي، چې یوار خو دغه خبره باید له موږ سره سپینه شوی وای او بیا به له دوی سره ناست وای، زه فکر کوم چې دوی موږ ته د یو قسم زور او فشار ښودلو په خاطرغونډې ته نه حاضریږي."

افغانستان او پاکستان نږدې درې میاشتې وړاندې توافق کړی و؛ چې د افغانستان د سولې په اړه به په کابل کې د افغانستان اوپاکستان د دیني عالمانو کنفرانس جوړیږي.

ټاکل شوې وه چې دا کنفرانس د تېرې جنوري په میاشت کې جوړ شي وای، ولې داسې ونه شول وروسته افغان او پاکستاني چارواکو د دې ناست وخت د مارچ په نیمايي کې اعلان کړ.

خو د پاکستان د دیني عالمانو د شورا ځینو مسوولینو د افغانستان د عالمانو شورا ته په یوه ځانګړي لیک کې په یاد کنفرانس کې خپل ګډون لغوه کړ.

دوی وویل، په دې کنفرانس کې ځکه ګډون نه کوي چې طالبانو ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

له بلې خوا یوشمېر افغان سیاسي کارپوهان هم وايي، چې پاکستان له افغانستان سره د اوږد مهاله ستراتیژیک تړون له لاسلیک نه وړاندې افغانستان سره همکاریو په ځانګړې توګه د سولې په اړه مرستوته حاضر نه دی.

د سیاسي چارو یو کارپوه حاجي سید داود په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په فبروری میاشت کې د پاکستان ولسمشر زرداری،افغان ولسمشر او د بریتانیا صداعظم ته خبره وکړله، چې موږ د ارتباطاتو په اړه ترڅو چې له افغانستان سره ستراتیژیک پلان امضا نه کړو دغه د سولې پلان او د مذاکراتو مسایل به د سترایژیک پلان یوه برخه وي؛ دغه خبره هغوی ترمیزان میاشت پورې وځنډوله."

د راپورونو له مخې افغانستان هڅه کوي، چې د پاک افغان د دیني عالمانو له کنفرانس نه وروسته د اسلامي نړۍ دعالمانو کنفرانس راوبولي.

ویل کیږي، افغان چارواکي کوښښ کوي، چې د افغانستان د روانې جګړېپه هکله د دیني علمانو ځینې فتواوې په ځانګړې توګه د ځان وژونکو حملو حرام ګڼلو په اړه د نړۍ د دیني علمانو فتواوي ترلاسه کړي.

راپورونه وايي، چې د افغان حکومت د پاکستان له دیني عالمانو سره د ګډ کنفرانس ترڅنګ په مصر یا سعودي عربستان کې د یوې بلې داسې غونډې د جوړېدو هڅې هم کوي، چې د نړۍ د اکثرو اسلامي هیوادونو دیني عالمان پکې برخه واخلي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG