د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

کوټه: په چاودنه کې د مړو شمېر ۸۱ تنو ته لوړ شو


په کوټه کې پرون ماځيګر په شوې چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٨١ تنو ته رسېدلى او له يونيم سل ټپيانو څخه د شاوخوا شل تنو حالت لا هم خراب بلل کېږي. د دې چاودنې په خلاف د بلوچستان حکومت نن رسمي ماتم اعلان کړى، د شيعه مسلمانانو اتحاديو لس ورځنى ماتم پيل کړى او نن د دې چاودنې په ضد په کوټه ښار کې بشپړ کاربنديز روان دى.

د شنبې په ورځ ماځيګر د کوټې ښار لوېديځ لور ته د هزاره ټاون په علي اباد نومي ځاى کې د سبزيو او مېوو په له خلکو ډک بازار کې زورورې چاودنې يو دوه منزله مارکيټ ځاى پر ځاى له مځکې سره هوار کړ او سلګونه انسانان يې په وينو ولړل چې تر اوسه پورې په کې د وژل شويو کسانو شمېر يواتيا تنو ته رسېدلى او له شاوخوا يونيم سل ټپيانو څخه د شل تنو حالت لا هم خراب او مرګونى بلل کېږي، خو يو هزاره ځوان بيا د وژل شويو او ټپيانو شمېر تر دې زيات يادوي:

"لږ تر لږه له سلو تر يو نيم سلو کسان وژل شوي، تر دوه سوه زيات ټپيان شوي دي او د دوو درېوو ميلياردو کلدارو مالي تاوان رسېدلى دى، موږ هزاره شيعه ګان دلته په خپلو کورونو کې هم ځانونه خوندي نه ګڼو."

پرون تر چاودنې وروسته قهرجنو خلکو د چاودنې ځاى ته نيژدې خبريالان او د ايدهي مرستندويې ادارې کارکوونکي هم پرې نه ښوول، ځکه نو مړي او ټپيان تر ډېره پر ځاى پراته وو، همدارنګه سلګونه هزاره ځوانان د احتجاج په توګو سړکونو ته را ووتل، لويې لارې يې له ډبرو ډکې کړې، اورونه يې په کې بل کړل او د کوټې چمن پر لوى سړک يې موټرو ته د تګ اجازه ور نه کړه،يو هزاره ځوان تر چاودنې وروسته د امنيتي پوليسو د شمېر کموالي ته په پام سره د احتمالي خطر په اړه وويل:

"د امنيتي ادارو له څو کسانو پرته چې دلته زموږ د ساتنې لپاره ولاړ دي، نور هيڅ امنيتي عسکر او چارواکي نه شته، د دې لپاره يو بل تن راشي او موږ په بم والوځوي، ځکه زموږ ساتنه خو همداسې کېږي، چې هره دويمه ورځ يوه اټومي چاودنه کېږي، خو بس يو ايټم بم راباندې وغورځوي."

نن د دې خونړۍ چاودنې په ضد د بلوچستان ايالتي حکومت رسمي ماتم اعلان کړى او ملي بيرغ يې نه دى پورته کړى. د مجلس وحدت المسلمين، تحفظ عزاداري کونسل او تحريک نفاذ جعفريه په نومونو د شيعه مسلمانانو بېلابېلو اتحاديو لس ورځنى ماتم پيل کړى او له هزاره ډيموکراټيک ګوند سره يو ځاى يې نن په کوټه ښار کې کاربنديز اعلان کړى، چې د تجارانو اتحاديې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند يې هم ملاتړ کړى او د ښار ټول کوچني او لوى کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.

لښکرجنګوي سني وسلوالې ډلې پرونۍ چاودنه ځانوژونکى بريد وباله او مسووليت يې پر خپله غاړه واخيست، ابوبکر صديق چې رسنيو ته ځان د دې ډلې وياند ور پېژني خبردارى ورکړى چې په راتلونکي کې به هم پر شيعه ګانو بريدونه وکړي.

دې ته په پام سره د بلوچستان والي يا ګورنر ذوالفقار علي مګسي بېګا رسنيو ته وويل چې استخباراتي ادارې يې د دغو وسلوالو په مخنيوي کې ناکامه شوې دي، وايي يا خو استخباراتي د دغو وسلوالو پلونه نه شي مالومولاى او يا له دې ډاره چې پر دوى به بريدونه وکړي، په خلاف يې اقدام نه شي کولاى.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نور اپوزيسون ګوندونه وايي په کوټه کې د هدفي وژنو، د ترهګرۍ د پېښو او شيعه مسلمانانو د وژنو مخنيوى به هله وشي، چې ژر تر ژره شفاف انتخابات وشي.

راپور: بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG