په هندي کشمير کې پوليس وايي هغه بنديزونه يې ليرې کړي، چې اوونۍ مخکې لګول شوي وو. دغه کار بنديز-- په پټه د يوه کشميري جنګيالي د اعدام له کبله نافذ شو و. پوليسو د شنبې په ورځ اعلان کړه چې چارواکو د موبايل او ټلويزيوني شبکو خدمات بېرته اعاده کړي دي.
کشميري جنيګالى محمد افضل ګورو د فبرورۍ پر نهمه د نوي ډيلي په يوه زندان کې اعدام او هورې خاورو ته وسپارل شو. دى په ٢٠٠١م کال کې د هند پر پارلمان په حمله کې په لاس لرلو مجرم پېژندل شوى و.
په هغه حمله کې د پنځو وسلوالو په ګډون ١٤ تنه وژل شوي وو.
په هندي کشمير کې ځينې اوسېدونکي په دې باور دي چې ګورو په عادلانه ډول نه دى محاکمه شوى.
په کشمير کې د تېرې اوونۍ په مظاهرو کې د جامو کشمير د ازادۍ غوښتونکي ګوند يوه غړي جاوېد احمد وويل هند ورسره دوه ګونى چلند کوي:
”موږ د هند د خاين فډرالي حکومت له خوا د افضل ګورو د غيرقانوني اعدام له کبله مظاهرې کوو. دغه مظاهرې به ونه درول شي، ځکه هند توطئه کړې او يو بېګناه سړى يې وژلى دى. د هند په باور موږ ټول کشميريان سخت دريځي يو. اول تروريست راته وايي او بيا وايي چې کشمير د هند يوه برخه ده”
پوليس وايي د ګورو د اعدام په اعتراض په مظاهرو کې درې مظاهره چيان وژل شوي او سل تنه نور بنديان شوي دي.
پېژندل شوې ډلې ال پارټيز حُرية چې د کشمير ټول سياسي، مذهبي او ازادي غوښتونکي ګوندونه ورسره دي، په هندي کشمير کې د عمومي اعتصاب غوښتنه کړې ده.
دغه ډله وايي هغه سل کسان چې د تېرې اوونۍ په مظاهرو کې نيول شوي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.
که څه هم چارواکو بنديز ليرې کړى، د شنبې په ورځ د هندي کشمير دکانونه او تجارتي مرکزونه تړلي وو، خو واړه تجارتي مرکزونه پرانيستل شوي دي.
په کشمير کې سخت دريځي وسلوال د ازادۍ يا هم له پاکستان سره د کشمير د يوځاى کېدو لپاره جنګېږي.
کشمير د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوى او دواړه هېوادونه د دې غرنۍ سيمې د ملکيت ادعا کوي.