د بادغيس چارواکي وايي چې په دې ولايت کې پاکستاني اتباع د افغان او بهرنيو ځواکونو په وړاندې د مقابلې لپاره د طالبانو په پوځي روزنه بوخت دي.
دوى وايي پاکستانيان د بادغيس په ځينو ناامنو سيمو کې فزيکي حضور لري او دا مسئله کولاى شي په دې ولايت کې لويې امنيتي ستونزې وزېږوي.
د بادغيس چارواکي په ځينو سيمو کې د وسلوالو طالبانو د موجوديت په اړه اندېښنه څرګندوي.
د والي وياند شرف الدين مجيدي ازادۍ راډيو ته وويل چې پاکستاني جنيګالي د بادغيس په ناامنو سيمو کې ماينونه ښخوي او خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره تخريبي کارونه کوي.
”د بادغيس په ځينو سيمو کې پاکستانيان په فزيکي لحاظ حضور لري. داسې راپورونه ترلاسه شوي چې پاکستانيان په ځينو سيمو کې د تخريبي کارونو لپاره يوشمېر طالبانو ته روزنه ورکوي. لکه د ماينونو جوړول او نور تاکتيکونه ورښيي”
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
بله خوا په ولسي جرګه کې د بادغيس د خلکو استازې صفيه ايماق د بادغيس په ناامنو سيموکې په طالبانو کې د پاکستاني جنيګاليو موجوديت خطرناک ګڼي:
”پاکستانيان سل په سلو کې په بادغيس کې دخيل دي. څوک چې له طالبانو سره ملګري شوي هغه کسان دي چې کوټې ته تګ راتګ کوي. د دوى له خوا يې ملاتړ کېږي”
مېرمن ايماق وايي په امنيتي نهادونو کې د همږغۍ نشتوالى او ناسمه اداره په بادغيس کې د امنيتي ستونزو د زياتېدو سبب شوى دى.
د هغې په خبره دا مهال د بادغيس زياتې سيمې د طالبانو د اړوندو کسانو په ولکه کې دي، که چېرې چارواکي اساسي اقدام ونه کړي، طالبان به د بادغيس مرکز ته هم مخه کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو څو ځلې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دواړو لوريو ته په کې تلفات هم واوښتل.