د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

بلوچستان کې افغان ښوونکي د معاشونو زياتېدل غواړي


د بلوچستان په پښين سيمه کې افغان کډوالو د سرانانو په نوم کېمپ کې د خپلو تعليمي ستونځو په اړه يوه غونډه کړې ده چې پکې يې له مرستندويو موسسو څخه د افغان کډوالو په کمپونو کې د افغاني ښوونځيو د ښوونکيو د مياشتنيو معاشاتو د زياتوالي غوښتنه کړې ده. وايي که يې معاشونه زيات نه شي، نو ښوونځي به وتړي.

د کوټې او چمن تر منځ د سرانانو سيمې په نوي کېمپ کې د (هر افغان بچى بايد په ښوونځي کې وي) تر سرليک لاندې يوه غونډه وشوه چې په بلوچستان کې د افغان کډوالو د څو کېمپونو مشرانو هم پکې ګډون کړى وو. په غونډه کې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندويو موسسو غوښتنه وشوه چې په بلوچستان کې دي د افغان کډوالو د کمپونو په ښوونځيو کې د ښوونکيو مياشتنۍ تنخاوې زياتې کړاى شي. دوى د خپلې دې غوښتنې لپاره داسې شعارونه هم ورکړل:

(هر افغان بچى په ښوونځي کې غواړو، د ښوونکيو معاشونه دي زيات شي)
د سرانانو کېمپ د ښوونځي سرښوونکى ظاهر پښتون وايي د کېمپونو په ښوونځيو کې يې زده کوونکي په دې پرمختللې زمانه کې هم د کمپيوټر له زدکړو بې برخې دي، له نهم تر دوولسم ټولګي پورې درسي کتابونه نه لري، خو تر دې ټولو جدي ستونځه يې دا ده چې ښوونکيو ته مياشتني معاشونه د زده کوونکيو له مياشتنيو فيسونو ورکوي او هغه ورته په دې ګرانه ګرانۍ کې کفايت نه کوي :

”په بلوچستان کې په دوولسو کېمپونو کې د ښوونکيو تنخاوې کمې دي، يواځې ٨٧١٢ روپۍ د مياشتې ورکول کېږي، موږ مخکې هم احتجاج کړى وو چې بيا يواځې څلور سوه روپۍ ور زياتې سوې، په دې ګرانۍ کې په اته نهه زره هيڅ نه کېږي، فيسونه، د اوبو پيسې، د څوکيدار تنخا، د کتاب کتابچې پيسې مو زده کوونکي ورکوي، نو په داسې حال کې خلکو ته تعليم هيڅ ارزښت نه لري، څنګه يې وکړي؟”

په غونډه کې د زاړه سرانانو کېمپ، د مسلم باغ د مالګګۍ کېمپ، سرخاب کېمپ او په کچلاغ او کوټه کې مېشتو افغان کډوالو مشرانو ګډون کړى وو. دوى وويل چې مرستندويې موسسې اوس د پخوا غوندې په تعليمي او روغتيايي برخو کې له افغان کډوالو سره هيڅ مرستې نه کوي. يو مشر وايي که دغه مرستندويې موسسې- چې وايي د افغان کډوالو پر سر له نړيوالو مرستې تر لاسه کوي- د دوى تعليمي ستونځې حل نه کړي، بيا يې نورو مرستو ته هم اړتيا نه لري:

”که زموږ دغه ستونځې حل نه سي، نه بيا موږ موسسات دغه کيمپ ته را غواړو، نه دي راځي، نه مو پکار دي، نه يې روغتون زموږ پکار دى، نه يې بله مرسته زموږ پکار ده، د يوه مزدور د ورځې پينځه سوه مزدوري ده، زموږ د معلم دوه سوه روپۍ دي، چې زموږ د معلمينو تنخاوې زياتې نه سي او ويې نه نازوي، نو دغه معلم به څنګه زموږ کوچنيانو ته درس ووايي”

افغان زده کوونکي
افغان زده کوونکي
د سرانانو کېمپ د دوولسم نمبر ښوونځي سرښوونکي ظاهر پښتون وويل په داسې وخت کې چې سلګونه زره افغان کډوال لا هم په بلوچستان کې ژوند کوي او ژر افغانستان ته نه شي ستنېداى، نو په بلوچستان کې له دوولسم ټولګي فارغېدونکيو زده کوونکيو ته دي يې اسناد په مهاجرکارډونو ورکړل شي.

په کوټه کې مي د افغانستان له جنرال قونصل غلام محمد بهادر څخه وپوښتل چې په دې برخه کې څه کولاى شو، نوموړي وويل دوى ته مياشت مخکې لا مکتوب رسېدلى چې په کېمپونو کې د افغاني ښوونځيو د ښوونکيو معاشونه زيات شوي دي:

”موږ په دې برخه کې پخوا لا اقدام کړى دى او هغه نتيجه هم ورکړې ده، موږ ته د يو اين ايچ سي آر له خوا په دې اړه رسمي مکتوب هم د مهاجرينو د آتشې په وسيله را رسېدلى، چې د ښوونکيو معاشونه پينځه فيصده زيات شوي دي، نو دا ماته نه مالومېږي چې دا خبره څنګه بيا ښکاره سوې ده چې د ښوونکيو معاشونه لږ دي، موږ د معلمينو د زياتېدو لپاره ډېر کوښښ وکړ”

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ماشومانو د ژغورنې يا سيو د چلډرن د دفتر له مسوولينو سره هم خبرې وکړو خو بريالي نه شوو. سره له دې چې د بلوچستان په سړو سيمو کې نوى تعليمي کال د مارچ د مياشتې په لومړۍ نېټه پيلېږي، خو دغه افغان کډوال وايي که يې د مارچ تر پينځلسمې پورې د ښوونکيو تنخاوې زياتې نه شي، نو دوى مجبور دي چې ښوونځي وتړي او په کورونو کې کښېني.

راپور:- بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG