چارواکي وايي، نن سهار وختي د غزي په قره باغ ولسوالۍ کې د موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې په کې تر اوسه اتلس تنه مسافر مړه شوي دي. دوی وايي په پېښه نهه تنه نور زخميان دی.
ټکر بيا د احمدشاه بابا په نامه د مسافر وړونکيو موټرو يو د شرکت موټر کړی دی، چې تر اوسه پورې اتلس تنه مسافر مړه شوي او نهه نور زخميان دي.
چارواکي وايي، ټکر نن سهار وختي، د قره باغ ولسوالۍ په عبدالله ګل سيمه کې له کابل کندهار ته د احمدشاه بابا په نامه شرکت د تلونکي موټرو او کندهار څخه د يو را روان مازدا موټر ترمنځ شوی دی.
تر پېښه څلور ساعته وروسته لا هم ټپيان تر روغتون پورې نه دي رسول شوي.
د غزني د والي وياند په پېښه کې د مړو شويو شمېر اتلس تنه او د ټپي شويو هغو څلور تنه يادوي.
دی وايي، په دې اړه لا تر اوسه نور مالومات نه لري:
"پېښه نن سهار څلور بجې شوې ده، يو درې سوه درې سوه موټر چې د احمدشاه بابا په نامه د شرکت اړوند دی، له کابل څخه کندهار ته روان وو، چې په قره باغ ولسوالۍ کې يې له يو مازدا موټر سره ټکر کړی دی، په پېښه کې اتلس تنه مړه شوي او څلور نور زخميان دي، دا لا نه ده مالومه چې زخميان د مازدا موټر سپرلۍ دي، که د درې سوه درې، خو مالومات به يې وروسته وشي."
خو د غزني د امنيت امر سمونوال محمد حسين عادل بيا وايي، چې تر اوسه پورې په پېښه کې نهه تنه ټپي شوي او اتلس نور مړه شوي دي:
"درې سوه درې موټر د قره باغ په عبدالله ګل سيمه کې ټکر کړی دی، چې تر اوسه پورې په کې اتلس تنه مړه شوي او نهه نور زخمي شوي دي."
ځينې نورې سرچينې بيا په پېښه کې د زخمي شويو کسانو شمېره تر مړو شويو ډېره بولي، خو لا هم په چارواکيو کې چا ته کره شمېره نه ده مالومه.
احمدشاه بابا د هېواد په کچه د مسافرو وړونکو موټرو تر ټولو مشهور شرکت دی، چې هره نږدې هره مياشت يې موټرونه ټکر کوي، او تر اوسه يې تر دريو سوو زيات کسان وژلي او مړه کړي دي.
څو مياشتې وړاندې هم په غزني کې د احمدشاه بابا په نامه د موټرو د همدغه شرکت يو موټر ټکر کړی وو، چې د پينځوس تنو په شا و خوا کې مسافر پکې مړه شوي وو.
راپور: سيدشاه سقيم