د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۰

جاپان له افغانستان سره ۱۳،۳ میلیونه ډالره نوره مرسته هم وکړه


د جاپان له خوا دا تازه مرسته شوې پیسې به د ننګرهار ولایت په سرخرود او بهسود ولسوالۍ کې د بیارغونې پر بېلابېلو پروژو ولګول شي.

په کابل کې د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي وویل، چې دا پیسې به په یادو شویو دوو ولسوالیو کې د ښوونځيو او روغتیایي کلینکونو، پلونو، پلچکونو او سړکونو پر جوړولو لګول کیږي.

ښاغلي تاکاهاشي د دوشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال جاوید لودین سره د دې مرستې د تړون د لاسلیک کولو پرمهال خبریالانو ته وویل، چې له دې سره به د سرخرود او بهسود ولسوالیو د خلکو په ژوند کې ډیر بدلون راشي:

"دا پروژه د سیمې د خلکو لپاره ده ترڅو هغوی په ښه او آرامه ډول ژوند وکړي.
هلکان او نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي او ناروغان د درملنې لپاره روغتیایی کلینیکونو ته.

موږ هیله لرو، چې له افغانانو سره په ګډه د دې هېواد د ستونزو په حل کې ونډه واخلو دا زمونږ په ګټه هم ده چې دلته د خلکو اقتصاد پیاوړی شي".

جاپان څه موده مخکې د کلیو د پراختیا او بیارغونې له وزارت سره هم کابو شل ملیونه ډالر تازه مرسته وکړه،په کابل کې د جاپان سفیر څرګنده کړه چې هیواد یې ډیر لیواله دی چې افغانستان له هره پلوه وده وکړي.

په عین حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین وویل چې جاپان له افغانستان سره د مهمو مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې دی او مرستې یې ترډیره په دې هیواد کې پر اساسي پروژو لګول شوي دي:

"دا سیمه ایزې اساسي پروژې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا، د بشري وضعې د پیاوړتیا او له خلکو سره د مرستې په برخه کې یو مهم ګام دی.

جاپان په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان له لویو ملاتړو او په دې هیواد کې د بیارغونې او اقتصادي ودې له مرسته کوونکو څخه وو".

جاپان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تیر کال یې د توکیو په کنفرانس کې هم له افغانستان سره د ډیرو مرستو ژمنه وکړه.

جاپان له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې سلګونه ملیونه ډالر د بیارغونې په برخه لګولي دي،افغان چارواکي وایی چې جاپان ترډیره هغه پروژې عملي کړي چې اساسي دي او د افغانستان خلک او حکومت یې غوښتنه کړې.
XS
SM
MD
LG