د ارزګان ولایت چارواکي ډاډ ورکوي، چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو او لویو لارو کې امنیت شته او د امنیت له پلوه په دې ولایت کې ستونزې کمې شوي دي.
د ارزګان والي امیر محمد اخندزاده چې د شنبې په ورځ د دغه ولایت د ظرفیتونو د همغږۍ او پراختیا په پنځمه غونډه کې په کابل کې خبرې کولې وویل؛ چې په ارزګان کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال پروسه په کامیابۍ سره پر مخ تللې.
نوموړي د پوهنې او روغتیا په برخو کې د ځینو ستونزو په منلو سره د دغه ولایت په ډیرو برخو کې د حالت د ښه کیدو په اړه هیله مندي وښوده.
"زموږ امنیتي ارګانونو په ډېر همت سره د خپلو ولسوالیو او سیمو ساتنه کړې ده، زه ډاډ درکوم چې په ارزګان کې د انتقال بهیر کامیاب دی، هم په امنیتي لحاظ، هم په اداري لحاظ او د خلکو لپاره مو د کار زمینه برابره کړې ده."
ارزګان له بهرنیو پوځیانو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت د سپارلو په دریم دور کې په دغه پروګرام کې شامل شو او اوسمهال د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو امنیت د افغان ځواکونو له خوا نیول کیږي.
ښاغلی اخندزاده په داسې حال کې په دغه ولایت کې د پوره امنیت خبره کوي؛ چې څو میاشتې مخکې د خاص ارزګان ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي په خپلو سیمو کې د ځینو غیرمسووله وسله والو ډلو له فعالیت څخه د شکایت په خاطر کابل ته راغلي وو.
هغه وخت د خاص ارزګان دغو اوسیدونکو ادعا کړې وه؛ چې د عبدالحکیم شجاعي په نوم یوه سیمه ییز قومندان د دې ولسوالۍ څه باندې سل کسان وژلي دي.
دغو اعتراض کونکو ملي شورا ته د شکایت په ترڅ کې له حکومته وغوښتل؛ چې د شجاعي د نیولو لپاره ژر ګام پورته کړي.
خو ویل کیږي، چې د څو میاشتو په تېرېدو سره هم حکومت ددغه تورن کس په نیولو نه دی بریالی شوی.
په ولسي جرګې کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی بیا د عبدالحکیم شجاعي د وسله والې ډلې په څېر د غیرمسووله وسله والو ډلو فعالیت د امنیت د خرابولو لپاره د اندیښنې وړ نه بولي.
ښاغلي بارکزي په ارزګان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د دغه ولایت د والي خبرې تایید کړې؛ خو ویې ویل، چې اوس هم د پوهنې او روغتیا په برخه کې ځینې ستونزې په ځای پاتې دي.
"زموږ د محلي او ملي پولیسو تشکیل کم دی.
او د ارزګان ولس د دوو ناحیو څخه ډېر کړیږي یو دا چې د ارزګان معارف ډېر د تضعیف په حالت کې دی او د ارزګان د صحت عامې بخش."
ښاغلي بارکزي له حکومت څخه وغوښتل؛ چې د ارزګان د خلکو د ستونزو د هواري لپاره دې د پوهنې او روغتیا په برخو کې انکشافي پروژې تر لاس لاندې ونیسي.
خو د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر تېره پنجشنبه ارزګان یو له هغو څلورو ولایتونو په ګوته کړ؛ چې د ده په خبره د امنیتي ستونزو په خاطر په دغه ولایت کې ډېر کوکنار کرل شوي دي.
راپو ر: صفي الله ستانکزی