ايران د امريکا دا وړانديز رد کړ چې د دغه هيواد د اتومي پروګرام په اړه مخامخ خبرې وکړي.
د ايران مذهبي مشر ايت اله علي خامنه اي له امريکا سره مخامخ خبرې رد کړې. د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن تيره اونۍ د جرمني په مونشن ښار کې د نړيوال امنيتي کنفرانس پر مهال ويلي و چې د ايران د اتومي پروګرام په برخه کې، که چيرته د ايران مشران جدي خبرې پيلوي، نو مخامخ خبرې کيداي شي.
خامنه اي د پنجشنبې په ورځ د ايران د هوايي ځواکونو قوماندانانو ته په تهران کې وويل، مخامخ خبرې څه ستونزه نه شي هوارولي. خامنه اي زياته کړه چې امريکا يوې خواته غواړي چې خبرې وکړي بل لور ته يې ايران ته د ټوپک خوله وراړولې ده.
خامنه اي يوه ورځ وروسته تر دې له امريکا سره مخامخ خبرې رد کړې چې واشنګتن د ايران د تيلو پر وارداتو نوي بنديزونه ولګول. خو تر خامنه اي مخکې په جرمني کې د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي ويلي و چې دي داسې احساسوي، چې د بارک اوباما اداره اوس غواړې چې خپل پخواني دريځ بدل کړي:
«زه خوشبينه يم، داسې احساس کوم چې د امريکا دغه نوې اداره په حقيقت کې دا ځل هڅه کوي چې لږ تر لږه له خپل هغه پخواني دريځه راوګرځي چې عادتا زموږ د هيواد په وړاندې دريده»
د امريکا او ايران اړيکي له نژدې څلور ديرش کلونو راهيسې چې په ايران کې اسلامي انقلاب بريالي شو او بيا په تهران کې د امريکا سفارت ايراني ځوانانو ونيو او ديپلوماتان يې برمته کړل، خړپړ شوي دي او د دواړو لوريو تر منځ ډير لږ خبرې کيږي، چې هغه هم د ايران د اتومي پروګرام په ارتباط وي چې د نړۍ له شپږو پياوړيو هيوادو سره يې ايران کوي. د دغو خبرو بل پړاو نژدې دوې اونۍ وروسته په قزاقستان کې پيليږي.
د رويټرز اژانس په باور ګڼ سياسي څيړونکي په دې باور دي چې تر هغو د ايران د اتومي پروګرام لانجه نه شي هواريدلاي چې امريکا او ايران په خپلو کې ستونزه نه وي هواره کړې.
تير نومبر چې کله بارک اوباما د دوهم ځل لپاره جمهوري رياست ته غوره شو نو د رويټرز اژانس په وينا دا فشار ترې لرې شو چې ولې له ايران سره مخامخ خبرې وکړي، خو بل لور ته د جون په مياشت کې په ايران کې د جمهوري رياست انتخابات ترسره کيږي چې نوي ولسمشر پکې انتخابيږي، نو ښايي له دې سره د واشنګتن او تهران د مخامخ خبرو مخې ته نور خنډونه پيدا شي.