د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د سي اې اې د پټ زندانونو په کار کې ۵۴ هېوادونو مرسته کړې


د بشري حقونو مدافع ډلې وایي، له پنځوسو ډېرو هېوادونو د ۲۰۰۱ کاال د سپتمبر د ۱۱ مې تررویستي حملو وروسته د امریکا د استخباراتو مرکزي اداري (سي ای ای) سره د مخفي زندانونو او د زور له لارې له مشکوکو تروریستانو څخه د تحقیقاتو په پروګرام کې مرسته کړې ده.

د Open Society په نامه د بشري حقونو نړېواله ډله چې مرکز یي په نیویارک کي دی وایي، د ۵۴ هېوادونو حکومتونو د سي اي ای د مخفي زندانونو په کار کې له امریکا سره مرسته کړې ده.

دې ډلې د سي اي ای د پروګرام پر اساس د ۱۳۶ هغو مشکوکو کسانو د برخلیک جزئیات په یوه راپور کې خپاره کړي، چې د کومې قانوني عملیې پرته د هېوادونو له پولو استول شوي دي.

دا مشکوک کسان هغو هېوادونو ته استول شوي، چې له شکنجو څخه کار اخلي او یا هم داسې سختو زندانونو ته استول شوي، چې د سي ای ای له خوا اداره کیدل.

د بشري حقونو د دغې ډلې دا راپور، چې د سپتمبر د ۱۱ مې له حملو څخه لس کاله وروسته خپور شوی، وایي: د سي اي ای هدف دا و چې مشکوک کسان د قانون له سیورې څخه لیري وساتي او په دې ځایونو کې د هغوي په بشري حقونو تیری شوی دی.

د راپور لیکونکي او برابرونکي امریت سنګ وایي: د سي اي ای د پټو زندانونو په پروګرام کې د بهرنيو حکومتونو شاملیدل په دې معنی دي، چې دوي هم د سرغړونو په مسولیت کې له امریکا سره شریک دي:

"راپور ښیې، چې ۵۴ حکومتونه په خپلو هېوادو کې د سي اي ای پټو زندانونو ته د ځای ورکولو، د مشکوکو کسانو د نیولو، مختلفو ځایونو ته د هغوي د استولو، د هغوي د نیولو لپاره د استخباراتي معلوماتو د برابرولو په ګډون، په بېلابېلو لارو د نړۍ په مختلفو برخو کې د شکنجو په عملیاتو کې دخیل وو."

سنګ له نیویارک څخه په خبرو کې وویل، داسې شواهد یي پیدا کړي، چې ښیې، په کاناډا او استرالیا سربيره ، ۲۵ اروپایي هېوادونو، ۱۴ اسیایي او ۱۳ افریقایي هېوادونو په یوه او بل ډول له سي ای ای سره مرسته کړې ده.

سنګ زیاتوي، اذربایجان، بوسنیا هرڅه ګووینا، کروشیا، چک جمهوریت، مقدونیا ، رومانیا او ازبکستان، سي آي ای ته اجازه ورکړې چې ددوي له خاوري څخه دي په الوتکو کې بندیان نورو ځایونو ته انتقال کړي.

د سنګ په وینا، آذربایجان، ګورجستان، ایران او مقدونیا هغه هیوادونه دي چي په خپله یي مشکوک تروریستان نیولې او سي آي ای ته یي حواله کړی دي.

په راپور کې ویل شوي، سوریه، مصر او اردن د مشکوکو کسانو د انتقال یا حواله کولو لپاره مهم ځایونه وو.

پاکستان د افغانستان په څیر، مشکوک کسان نیولې، بندیان کړي، تحقیقات یي ورڅخه کړي، شکنجه کړي یي دي، ناوړه چلند یي ورسره کړی او بیا یي سي آی ای ته تسلیم کړي دي.

د راپور لیکواله امریت سنګ وایي، د امریکا متحده ایالات او زیات شمېر متحدان یي باید چې په صادقانه ډول په سرغړونو کې خپلې ونډې ومني او یا هم قرباینانو ته مناسب غرامات ورکړي. دا وایي، دا ددي هیوادونو او حکومتونو اخلاقي مسولیت دي:

"د قانون او اخلاقي مسولیت پر اساس، دامریکا متحده ایالات او نور ټول متحد حکومتونه یي مکلف دي چې اقرار وکړې او ریښتیا ووایي، څه یي کړې او دبشري حقونو د سرغړونو په بدل کي باید غرامت ورکړي.

دا نه یوازي د عدالت پراساس مهمه ده ، بلکه ډاډ باید حاصل شي چې په راتلونکي کي به دا عمل نه تکراریږي."


د سي آي ای د مخفې زندانونو په مسلې باندي په امریکا کي زیات بحثونه کیږي. د پخواني جمهور رئیس بوش د اداري کسان وایي، پدي کار سره امریکا له تروریستي حملو څخه ژغورل کیږي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د وخت د تحقیقاتو لپاره د تاکتیکونو استعمال بند کړی، خو په ۲۰۰۹ م کال کې چې کله د جمهوري ریاست په څوکۍ وټاکل شو، د دي ډول عملونو د څیړنې لپاره یي د یوه ملي کمیسیون د ټاکلو غوښتنه ونه منله.

د بشري حقونو فعالان وایي، جمهور رئیس اوباما د سي آی اي د ریاست لپاره جان برینان نومولی او د مخفې زندانونو د مسلې پر سر یي اختلافات بیا راتازه کړل.

برینان د جورج ډبلیو بوش په دارې کې د ملي امنیت د تروریزم ضد چارو رئیس و او تمه ده چې د د امریکا سنا به یي د فبرورۍ په ۷ مه د سي آي ای د مشر په څوکۍ تائید کړي.
XS
SM
MD
LG