د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۷

ولسمشر کرزی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته ولاړ


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د افغانستان پاکستان او بریتانیا په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون کولو لپاره نن (شنبې) د لندن پر لور وخوځیده.

له نوموړي سره یو شمیر افغان چارواکي هم ملګري دي.

دا د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو د خپل ډول درېمه غونډه ده؛ چې د سولې د عالي شورا ځینې چارواکي وايي، کوښښ په کې کیږي پاکستان وهڅول شي؛ چې د سولې خبرو ته د کښینولو لپاره پر طالبانو له خپل نفوذ نه کار واخلي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي؛ چې د درې واړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې به د افغانستان د سولې د پروسې په ګړندي کیدو او له ترهګرۍ سره په مبارزه او سیمه کې د افغانستان او پاکستان د همکاریو په پراخولو خبرې وشي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مسوولین وايي؛ چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې په اړه په بیلابیلو مسایلو خبرې وشي.

د دې شورا د نړیوالو اړیکو سلا کار محمد اسمعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل؛ چې یو له دغو مسایلو د پاکستان له زندانونو څخه د طالب بندیانو د خوشې کیدو څرنګوالی دی:

"د زندانیانو د خلاصون په اړه زموږ خبره دا وه؛ چې د هغوی له خلاصون مخکې باید د سولې عالي شورا خبره کړای شي او مشوره ورسره وشي.

افغانستان او پاکستان موافقه کړې وه، چې د طالبانو کوم مشران چې خوشې کیږي، باید د سولې پروسه پیاوړي کړي، هغوی د سولې په سفیرانو بدل شي، خو له بده مرغه تراوسه داسې نه دي شوي."


تراوسه پورې پاکستان شاوخوا شل طالب چارواکي له خپلو زندانونو خوشې کړي، خو افغان چارواکو ته یې رسماً په دې اړه څه نه دي ويلي چې اوسمهال چیرته دي او څه کوي.

ښاغلي قاسمیار وویل، چې د لندن په درې اړخیزه غونډه کې به د پاکستان د هغې ژمنې په عملي کیدو هم خبرې وشي؛ چې ویلي یې دي له افغانستان سره به په ګډه د ځان وژونکو حملو او چاودنو په اړه د افغان او پاکستانیو دیني عالمانو یوه غونډه جوړوي.

ټاکل شوې وه دغه غونډه په تیرې میلادي میاشت کې په کابل کې جوړه شوې وه، خو د سولې د عالي شورا مسئولین وايي د پاکستان د نه همکاري له امله تراوسه ځنډیدلې ده.

د سولې د عالي شورا دغه مسئول همداراز وویل؛ چې د لندن په غونډه کې د بحث له مسایلو څخه په قطر کې طالبانو د دفتر د پرانستلو موضوع هم ده.

ښاغلي قاسمیار یو ځلې بیا د افغان حکومت پر دریځ ټینګار وکړ؛ چې دغه دفتر باید یوازې د طالبانو لپاره د مذاکراتو یو ادرس وي، نه د مالي لوژیستیکي مرستو د راټولو او د سیاسي فعالیت.

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي؛ چې د لند په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون کولو لپاره لندن ته په سفر کې له جمهور رییس کرزي سره د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني، د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د انتقال د کمیسیون رییس اشرف غني احمدزی، لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي، د جمهور رییس یو سلاکار یحیی معروفي او ویاند یې ایمل فضي ملګري دي.
XS
SM
MD
LG