د امريکا ولسمشر بارک اوباما يو باوري سلاکار او د ملي امنيت متخصص د خپل دفتر د ریيس په توګه غوره کړی دی.
ډينيس مک ډونو هغه څوک دی چې د اوباما د ملي امنيت په اړوندو پرېکړو کې مهم رول درلود؛ په عراق کې يې د جګړې په ختمولو او په افغانستان کې د جګړې د محدودولو کې کليدي رول لوبولی دی.
۴۳ کلن ډينيس مک ډونو د جک ليف پرځای ټاکل کېږي، ليف د خزانې وزارت ته کانديد دی.
مک ډونو په افغانستان او عراق کې د جګړې په ختمولو کې زيات رول لوبولی دی.
په تېره تقريباً يوه لسيزه کې مک ډونو ولسمشر بارک اوباما ته د بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې مشورې ورکړي او په وروستيو کې د ملي امنيت په چارو کې د اوباما مرستيال سلاکار و.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال د مک ډونو ستاينه وکړه او ويې ويل، د عراق د جګړې په ختمولو او د افغانستان د جګړې په کمولو او نورو مسايلو کې ډينيس مک ډونو مهم رول درلود:
”دينيس زما د جمهوري رياست پر مهال د ملي امنيت په هره مهمه پرېکړه کې کليدي رول درلود. په عراق کې د جګړې له ختمولو او په افغانستان کې د جګړې له کمولو رانيولي، دغه راز د هيتي او په جاپان کې د څونامي په څېر د نړۍ په نورو برخو کې د طبيعي افتونو په وړاندې زموږ له اقدام څخه رانيولې شپه او ورځ تر بېشمېره نورو بحرانونو او د (مه پوښته، مه وايه) قانون تر باطلېدو پورې."
د دې قانون په باطلېدو سره د لومړي ځل لپاره د پوځ په هره برخه کې همجنسبازانو ته زمينه برابره شوه؛ چې په ښکاره خدمت وکړي.
د ملي امنيت د شورا د غړي په توګه مکډونو په پاکستان کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن د وژنې لپاره د پلان په برابرولو کې له نژدې دخيل و.
د عملياتو پر مهال په اخيستل شوي عکس کې دی هم ښکاري؛ چې د بهرنيو چارو د وزيرې هېلري کلنټن تر څنګ ناست دی.
ده په افغانستان او عراق کې له امريکايي عسکرو سره کتلي دي.
د افغانستان د جګړې په کمولو کې د امريکا د دې چارواکي د رول په اړه خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې د امريکا دفاع وزارت تېره اوونۍ وويل؛ په افغانستان کې تېر ميلادي کال د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې د امريکايي ځواکونو تلفات ٤٦ فيصده کم وو.
دغه وزارت وويل، دغه تلفات ځکه نيمايي ته راکم شوي، چې افغان ځواکونو د جګړې زيات مسووليتونه اخيستي او امريکايي ځواکونو تر بل هر وخت زيات بمونه کشف او شنډ کړي دي.
بله خوا د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې هم په خپل يوه تازه راپور کې ويلي؛ چې په تېرو شپږو مياشتو کې يوولس سوه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.