د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۵

له بریتانیا پرته اروپایي اتحادیه


دا چې د اروپایي اتحادیې بهرنۍ پالیسي به د برتیانیا له حضور پرته څنګه وې؟ د کارپوهانو ځواب یي دا دی چې له انګلستان پرته به د اروپایي اتحادیي بهرنۍ پالیسي منحصره وي او ډېره نړېواله او پراخه به نه وي.

برتیانیا په اروپایي اتحادیي کې د ستر پوځې لګښت هېواد دی او او د دې اتحادیي په غړیو هېوادو کې ستر ډپلوماتیکي ماموریتونه لري.

د اروپا د کارنیګې څیړنېز مرکز څېړونکی سټیفان لیهنې په دې اړه وایي:

“د انګلستان تګ به د اروپایي اتحادیي لپاره ستر تاوان وي. زما په فکر، موږ به په هر لحاظ کمزوري شو، له پوځې او سیاسي پلوه او په نړۍ کي زموږ د اقتصادي قدرت له پلوه. په دې توګه دا به د اروپایي اتحادیي لپاره یوه غمجنه ضایعه وي”.

دا پوښتنه هم مطرح ده چې د بریتانیا وتل به په لویدیځ بالکان کې د اروپایي اتحادیي پر پراختیا څه ډول اغیز وکړي؟

بریتانیا په دې باور ده چې د اروپایي اتحادیي له پراختیا سره د ګاونډیانو ثبات تړلی دی او د اروپایي اتحادیي د واحد مارکیټ په جوړیدو سره دا مهال د انګلستان تولیدات له صحنې لري شوي دي.

کارپوهان دا هم وایي، که چېرې اروپایي اتحادیه خپل رسمي تعهد پر ځای کړي او پخوانۍ یوګوسلاویا ته غړیتوب ورکړي نو د دې اتحادیې دروازه به د ختیځو ګاونډیانو پرمخ هم خلاصه شي.

په برسل کې د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ د مرکز غړې روزا بالفور Rosa Balfour) ( وایي، د انګلستان د وتلو په صورت کې به د ګورجتسان، مالدووا او اوکراین په څېر هیوادونه په برسل کې یو مهم غږ له لاسه ورکړي:

“دا هیوادونه اروپایي اتحادیي سره د یوځاي کیدو هیلې لري ، پاریس او برلین دي هیوادو ته د یوځاي کیدو هیلې نه ورکوي.

د انګلستان پرته به دوي یو قوي او د خلاصي پالیسۍ ملاتړی له لاسه ورکړي. زه ویلاي شم چې هیلې او امیدونه ډېر تیاره دي”.

په دې اړه هم پوښتنې مطرح دي، چې له بریتانیا پرته به اروپایي اتحادیه له روسیې سره څومره دوستانه اړیکې ولري.


په ځواب کې ویل شوي، چې فرانسه او جرمنې ممکن له روسیې سره خپل اړیکې نږدي کړي، خو د اروپایي اتحادیي نور هېوادونه لکه هسپاینه او ایټالیا به ډېر خوښ شي، چې له روسیې سره د طبیعې غاز په مسلو کې له زیاتو پوښتنو پرته معاملې لاسلیک کړي.

کارپوهان دا هم وایي، له اروپایي اتحادیي څخه د برتیانیا د وتلو په صورت کې ممکن اتحادیي ته دا فرصت هم په لاس ورشي چې په زیات شمېر اروپایي فدرالي ساحو کې یو واحد استازیتوب ولري. د مثال په ډول د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې به یو واحد استازی ولري.

په ۲۰۰۹ کال کې د لیزبن په تړون کې دا وړاند وینه شوې وه چې اروپایي اتحادیه به په نړیوالو سازمانو کې واحد استازیتوب کوي. دا کار په اتحادیي کې د انګلستان د ورانکاري دریځ له امله عملې نشو او که چیري انګلستان ووځې دا ستونزه به حل شي.
XS
SM
MD
LG