د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۴

"قضايي او عدليي ارګانونه د ښځو دوسیې په سمه توګه نه تعقیبوي"


د مدني ټولنو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو په هېواد کې د ښځو په روان وضعیت باندې اندېښنه وښودله او له حکومت، پارلمان، د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون او مدني ټولنو څخه يي وغوښتل، چې د افغان ښځو وضعیت ته جدي پام وکړي.

هغوي په نړېواله ټولنه او د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون غږ وکړ، چې دولتي مسوولین او افغان حکومت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه د ملي او نړېوالو تعهداتو ته متوجې کړي.

د همسو په نوم د یوې مدني ټولنې یوه مسئول ناظر حسن باهیر د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري کنفرانس ته وویل، چې د افغان ښځو وضعیت له هغه هم خراب دې چې په رسنیو کې ورنه یادونه کېږي:

"موږ هره ورځ له رسنیو څخه د نوو او تازه پېښو خبرونه اورو نږدې۸۰ ۹۰ په سلو کې پېښې په رسنیو کې نه راځي له بده مرغه په کوم ځای کې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې رامنځ ته کېږي هلته دفن کېږي او له منځه ځي او هیڅوک هم د دغو ښځو غږ رسنیو او چارواکو ته نه رسوي."

هغه د مثال په توګه د غزني د جاغورېو په ولسوالۍ کې د صابرې، د دایکنډي د ښځو چارو په ریاست کې په یوې نجلۍ باندې د پنځو کسانو له خوا د جنسي تیری او همدارنګه د غزني په مقر او خواجه عمریو ولسوالیو کې د هغه نجونو د دوسیو یادونه وکړي، چې د دوي په وینا عاملین یې تر اوسه په سزا نه دي رسیدلي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شول، چې د دایکندي ولایت د ښځو چارو په ریاست کې په یوې جنۍ باندې د پنځو کسانو له خوا جنسي تیری شوی دی.

خو د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر دا ادعا ردوي او له رسنیو سره یې په خبرو کې په دې اړه ویلي:

"په دې وروستیو کې چې د دایکنډي د تاوتریخوالي په اړه خبرې کېږي، بلکل واقعیت نه لري دغه د ښځو چارو ریاست او په ټولیزه توګه د والي پر وړاندې یو توطیه دی د تاوتریخوالي هر ډول ناوړه پېښه چې په هر ولایت کې رامنځ ته کېږي دغه زموږ د هېوادوالو له خوانه بلکې دغه د ځینو شبکوله خوا رهبري کېږي."

بل خوا د غزني د ولایتي شورا غړې حمیده ګلستاني وویل، چې په تېره یوه میاشت کې په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴ قضیې ثبت شوې چې درې یې د جنسي تېریو دي.

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، چې ځینې مدني ټولنې د ښځو له وضعیت څخه نه دي خبر نو ځکه غیر مسوولانه څرګندونې کوي.

د ښځو چارو په زوارت کې د حقوقو رییسه فوزیه امین وايي، چې د روان کال په تېرو درېیو ربعو کې یاد وزارت شاه خوا ۴زره دوسیې څیړلې دي:

"فکر کوم هغه ټولنه چې دښځو چارو په ریاست باندې دغه تور پورې کړی د یاد ریاست له فعالیتونو نه دی خبر زه په دې باور یم هغه ټولنه چې د یاد ریاست له کارونو څخه خبر وی هیڅ وخت هم دا ډول قضاوت نه کوي .

زه به ستاسو لپاره ووایم چې په تیرو دریو ربعو کې موږ په مرکز او ولایتونو کې دښځو سره دزور زیاتیله ۴ زره څخه زیاتې ښځو دوسیې ځیړلې دا ده دې معنی ورکوي چې دغه پېښې ثبت شوې او ټولو ته رسېده ګي شوې ده."


د مدني ټولنو غړي اود بشري حقونو فعالان په هېواد کې روانې ناامنۍ، د سیمه ییزو ادارو کمزورتیا، په عدلیي اوقضايي ارګانونو کې پراخ اداري فساد،دکورنیو اقتصادي ستونزې او د پارلمان دغړیو او دزوراکانو له خوا په سیمه ییزو حکومتونو فشارونه هغه علتونه په ګوته کوي چې په دې وروستیو کې د ښځو پروړاندې دتاوتریخوالي پېښې زیاتې کړې دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG