د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې نن د وسلوالو مخالفینو یوه ډله یېزه ځان وژونکې حمله له نږدې لسو ساعتونو وروسته پای ته ورسېده.
چارواکي وايي، چې په دې حمله کې د بریدکوونکو په ګډون ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.
نښته لمانځه مهال شاوخوا ۵ بجې وروسته له هغې پیل شوه او تر دوو او پنځلسو دقیقو پورې یې دوام درلود، چې یوه ډله وسلوال د ترافیکو د ریاست په ودانۍ کې ځای ونیو.
امنیتي چارواکي وايي، دغه حمله ځکه اوږده شوه چې پولیسو په خپلو عملیاتو کې له ډېر احتاط څخه کار اخیستی، تر څو شاوخوا ملکي خلک تلف نه شي.
د کابل امنیه قومندان جنرال محمد ایوب سالنګي له جګړې وروسته د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې په دې حمله کې ۵ ځان وژونکو بریدکوونکو برخه اخیستې وه، چې ټول له منځه ولاړل.
هغه زیاته کړه، چې په جګړه کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې:
"پنځه تنه انتحاري کسانو چې د ټرافیکو پرریاست یې حمله کړې وه لږ مخکې پنځه واړه له منځه یوړل شول.
درې تنه پولیس چې بې وسلې وو سهار وختي شهیدان شوي دي او څلور پولیس ټپيان دي.
موټر چې ماینونه په کې ځای پرځای شوي وو چاودلی دی،داتو په شاوخواکې هیواد وال چې په کورونوکې وو سرسري ټپیان شوي دي."
ښاغلي سالنګي زیاته کړه، چې د ترافیکو ریاست د دوو خونو ته هم په دې جګړه کې چې زیات مهم نه وو زیان اوښتی.
د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پيښې درنو چاودنو او ډزو له خوبه را پاڅول:
"د سهار اوو بجې وې، چې د مرمیو غږونه مو واورېدل له خوبه راپاڅېدو بام ته پورته شوم ومې لیدل، چې مرمۍ اوراکېټونه فیرشول دپولیسو دعامه نظم په مسجد ولږېدل تلفات مې ونه لېدل چې څو کسان ژول شوی او ټپیان شوي دي."
وسلوالو طالبانو د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته ویلي، چې د دوی هدف دترافیکو ریاست نه بلکې له هغه نه یې دمورچې په توګه ګټه اخیستې.
د دې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دوي هدف د ترافیکو ریاست سره خوا کې د سرحدي ځواکونو قومندانۍ کې د افغان ځواکونو بهرني روزونکي و.
طالبانو په حملې کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولې ادعا کړې، چې افغان چارواکو رد کړې.
څو ورځې وړاندې د کابل په صدارت څلورلارې کې د ملي امنیت په یوې ادارې باندې هم ډله ییز ځانوژونکی حمله وشوه چې په لنډ وخت کې پای ته ورسېده، خو نږدې ۳۰ کسان په کې ټپیان شول
راپور: رحمت الله افغان