د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۹

د مځکې په غصب د تورنو کسانو په اړه د څیړنې غوښتنه وشوه


سید حسین انوري
سید حسین انوري
د ولسي جرګې یو شمیر غړي چې نومونه یې د ځمکو د غاصبینو په هغه لست کې چې ځینو رسنیو ترلاسه کړی دي؛ په دې اړه د جدي تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

په دې وروستیو کې د هشت صبح ورځپاڼې د هغو کسانو لست خپور کړ؛ چې د یوه تحقیقاتي هیات له خوا د ځمکو په غصب تورن شوي دي.

په افغانستان په ځانګړې توګه کابل ښار کې د یوه دولتي تحقیقاتي کمیسیون له خوا د ځمکو د غصب په اړه خپور شوي راپور د ولسي جرګې د ځینو تورنو وکیلانو غوصه راپارولې ده.

د ولسي جرګې غړی او د حرکت اسلامي د ګوند مشر "سید حسین انوري" د ځمکو د غاصبینو په اړه خپور شوی راپور یو ډول شخصیت وژنه ګڼي او وایي، چې ولسي جرګه دې، په دې اړه یو پلاوی وټاکي، ترڅو دا په ډاګه کړي، چې په رښتیا هم ده ځمکې غصب کړي او که نه:

"د نظارت کمیسیون چې داسې څه یې برابر کړي؛ د شخصیت وژنې او د یوه انسان د ترور په برخې کې یې غیر مسولانه عمل کړی.

زه له تاسو په جدي توګه غواړم او ګیله لرم، د پارلمان له لورې د نظارت د جوړ شوي کمیسیون نه، چې له هر اړخیزې څیړنې پرته یې لست ورکړی؛ د یوه انسان له ابرو سره لوبې کیږي، دا زما حق دی، چې نن یو پلاوی وټاکل شي او دغه قضیه وڅیړي."


دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۳۹۱ کال د زمری په میاشت کې د جمهور رییس د فرمان له مخې د کرنې وزارت مکلف شو؛ چې د کورنیو او عدلیې وزارتونو، لویې څارنوالۍ، له فساد سره د مبارزې او د سیمه ییزو ارګانونو د استازو په ګډون یو کمیسیون دې؛ په دریو میاشتو کې هغه راپور برابر کړي؛ چې په هیواد کې د غصب شوی ځمکو په اړه معلومات راټول کړي.

دغې کمیسیون په ډاګه کړه، چې نږدې ۲ میلیونه جریبه دولتي ځمکې د وزیرانو د کابینې یو شمیر پخوانیو غړو؛ جهادي قومندانانو او زورواکو، د ملي شورا غړو، قومي مشرانو او مخورو غیر مسوولو وسله والو کسانو، دولتی ارګانونو او یو شمیر نورو کسانو غصب کړي دي.

د هشت صبح ورځپاڼې د راپور له مخې د ولسي جرګې مقام او د حکومت پر اعمالو د نظارت ځانګړی کمیسیون ته؛ د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست له لورې په یوه لیږل شوي؛ مکتوب کې د کابل په ۲۲ ناحیو کې د ځمکو د غاصبینو نومونه ښودل شوي دي.

په دغه کسانو کې د ولسي جرګې غړی او پخوانی جهادي قومندان ملا عزت الله عاطف د کابل د قرغې په سیمې کې د ۵۰۰ جریبه ځمکې په غصبولو، د ولسي جرګې پخوانی غړی او د امروز ټلویزیون مشر نجیب الله کابلي په کاریزمیر کې د ۶۲۰ جریبه ځمکې د ملي شورا غړی او د حرکت اسلامي د ګوند مشر سید حسین انوري؛ د کابل د چهار قلعه د برېښناد برج د شاوخوا سیمې په غصبولو، د کډوالو د چاورو پخوانی وزیر او د دغې وزارت اوسنی سلاکار استاد اکبر او جهادي قومندان ممتاز د ۵۰۰ جریبه ځمکې په غصبولو کې په لاس لرولو تورن شوي دي؛ چې ویل شوي ملا عزت او قومندان ممتاز په دغو ځمکو ښارګوټي هم جوړ کړي دي.

همداراز د ولسي جرګې غړی ملا تره خیل د دولتي ځمکو په غصبولو او د ۱۲۰ نمرو ځمکو په ویشلو تورن شوی دی.

له بل لوري د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري آزادي راډیو سره په مرکه کې وویل؛ چې له دغو کسانو څخه یوازې د یوه کس دوسیه یې لویې څارنوالۍ کې څیړلې ده:

"ملا عزت الله د قرغې په بند کې موږ سره دوسیه او سابقه لري؛ دوسیه یې محکمې ته تللې، یو شمیر کسانو ته جزا ورکړ شوې، خو درې نور یې نجیب الله کابلي، سید حسین انوري او مولوي تره خیل تردې دمه د ځمکو د غصبولو په اړه موږ سره سابقه نه لري.

دا ایجابوي چې دا موضوع وڅیړل شي او تر څیړلو وروسته دا ښکاره شي؛ چې دغه ځمکې یې واقعاً غصب کړي او که قانوني ملکیت یې دی."


د دولتي او شخصي ځمکو غصب په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې یوه لویه ستونزه پاتې شوې ده.

خلک شکایت کوي، چې دولت لا هم د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره جدي اقدامات نه کوي.
XS
SM
MD
LG