د سولې په هکله په دوبی کې د مشورتي غونډې یو شمیر ګدونوال د دې غونډې هر کلی کوي او وایي، چې دا ډول غونډې به په افغانستان کې د سولې راوستو په برخه کې ډیره مرسته وکړي.
دوی آزادۍ راډیو سره په مرکه کې دغه دوه ورځنۍ غونډه چې د تیرې چهارشنبې په ورځ په دوبۍ کې جوړه او تر پنجشنبې یې دوام وکړ د سولې راوستو په برخه کې ګتوره بولي.
د سولې عالي شورا یو شمیر غړي چې د افغانستان په اړه یې په دوبی کې د بیلابیلو لوریو په یوې غونډه کې ګډون کړی؛ وايي، دوی د سولې د شورا په استازیتوب نه بلکې په شخصي توګه په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.
د سولې د عالي شورا یوه غړي قاضي محمد امین وقاد چې دغې غونډې ته په غیر رسمي توګه تللی و؛ د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې غونډه کې د سولې راوستو په هکله خبرې وشوې.
دی همدا راز وایي، چې په دې غونډه کې د وسله والو طالبانو یو شمیر استازیو هم په غیر رسمي توګه ګدون کړی و.
"دا غونډه د مخورو افغانانو، پاکستانیانو او طالبانو په ګډون ډیره ښه غونډه وه؛ اجنډا داسې وه، چې څنګه په افغانستان کې د جنګ جریان ته د پای ټکی کیښودل شي.
په پای کې په هغو ټکو توافق وشو، کوم چې جنګ پای ته رسوي.
له پاکستان نه هم دوه کسان راغلي وو؛ چې هغوی افغانان ډیره ښه پيژني، یو یې رستم شاه مومند او بل یې بریګیدر صاحب. طالبان هم وو."
قاضي وقاد ونه ویل، چې د طالبانو په استازیتوب په کې چا برخه اخیستې وه.
خو په خپله طالبانو بیا په یوې خبرپاڼې کې ویلي؛ چې د دوبی په غونډه کې یې استازیو برخه نه لرله.
د دې غونډې یو ګډوانوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ آزادۍ راډیو ته وویل، چې په دې غونډه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ځینو استازیو هم ګډون کړی و.
ده همدا راز وویل، چې دا یوه لویه غونډه وه، چې د امریکا، ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو نړیوالو ادارو استازیو هم په کې ګډون کړی و.
بل خوا د دې غونډې بل ګډونوال وحید مژده دا خبره ردوي؛ چې ګنې د دوبی په غونډه کې دې د پاکستان د استخباراتو کسانو ګډون کړی و.
"نه نه هغه کسان چې هلته راغلي وو، هغوی ما پيژندل هغوی په استخباراتو کې ګډون نه درلوده.
مستقل کسان وو، چې کله کله په رسنیو کې هم خبرې کوي."
تر دې یوه میاشت مخکې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې هم د طالبانو او حزب اسلامي په ګډون د بیلابیلو لوریو استازیو غونډه جوړه کړې وه.
ټاکل شوې چې په عشق اباد کې هم د افغانستان د وضعیت په اړه یوه ورته غونډه جوړه شي. خو افغان حکومت په دې وروستیو کې له دارنګه غونډو سره مخالفت ښودلی او وايي، د سولې خبرې باید مستقیماً د افغانستان د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ وشي.
راپور: جمیله ظریف