د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۰

د الجزایر پوځ د ګازو د تاسیساتو سیمه کلابنده کړې


د الجزایر پوځ د ګازو د تاسیساتو هغه سیمه کلابنده کړې ده، چې اسلامي سخت دریځو لسګونه بهرنیان یرغمل کړي دي.

د الجزایر د امنیتي ځواک لوړ پوړی چارواکی او د کورنیو چارو وزیر(داهو اولد کابیلا) وویل، د چارشنبې په ورځ د حملې پر وخت یو بریتانوي او د الجزایر یو کار کوونکې ووژل شو.

په حمله کې شپږ کسه ژوبل شوي دي، په ژوبل شوېو کې یو کس د ناروې او دوه بریتانوي اتباع شامل دي.

وسلوالو وویل، چې د افریقا په صحرا کې، د لیبیا سرحد ته نژدې یې د ګازو د تاسیساتو ۴۱ بهرني کارکوونکي د دې لپاره یرغمل کړي دي، چې فرانسه په مالي هېواد کې له مداخلې لاس واخلي.

د الجزایر حکومت له هغوي سره د مزاکرې کولو خبره رد کړې ده او د امریکا متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هېوادونو د ګازو پر تاسیساتو باندې حمله یوه تروریستي حمله ګڼلې او غندلې يي ده. د ګازو دغه مرکزد الجزایر ۱۰ فیصده ګاز تولیدوي.

په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولاند وویل:

“موږ په الجزایر کې د بریتانیا د پیټرولیم کمپنۍ پر پرسونل او د امانیز د ګازو پر تاسیساتو باندې د نن سهار وختي تروریستي حمله په کلکه غندو.

ښکاره ده موږ دا حالت له نژدې څارو. موږ د الجزایري مقاماتو او هلته د خپلو دیپلوماتیک سیالانو او په لندن کې د بریتانیا د پیټرولیم د امنیتي دفتر سره په تماس کې یو.”


نولاند دا خبره تائید کړه، چې امریکایان هم په یرغمل نیول شوي دي، هغې زیاته کړه:

“مهم معلومات، چې اوس وخت یې لرو دا دي چې په یرغمل شوېو کسانو کې امریکایان هم شامل دي.

زه هیلمنه یم، تاسې په دې پوه شئ چې زه په امنیتي لحاظ نه سم کولای د امریکايي یرغمل شویو کسانو شمېر او نومونه در وښایم.

زه په دې اړه نور جزئیات هم نه شم درکولای. موږ د دې مسالې په اړه د الجزایري مقاماتو او د ګازو د کمپنۍ د مالکانو سره په ګډه کار کوو.”


په یرغمل نیول شوي کسانو کې بریتانویان او د ناروې اتباع هم شامل دي.

په الجزایر کې د ناروې د انرژي کمپنۍ ( سټاټيول) د بریتانیا د پيټرولیم بي پي کمپنۍ او د الجزایر ( سناترچ ) کمپنۍ په ګډه کار کوي.

په روم کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا وویل، چې امریکا به د دې مسالې د حل لپاره هر لازمې او مناسب اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG