په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کوډ ګرو شمېر مخ په زیاتیدو دی، د کابل په زیاترو سیمو کې کوډګر موجود دي، خو د نارینه کوډګرو سربیره د ښځو کوډ ګرو بازار هم ګرم دی.
بې بې حاجي یوه ځوانه ښځه ده، چې په اونۍ کې یوازې دوه ځلي ښځې ورته د کوډو او تعویزونو د اخیستلو لپاره راځي.
د بي بي حاجي د کور ترشا په لسګونو ښځې ناستې وې او د هغې د لور له خوا د دغو ښځو د اوږده نوم لیک تر جوړیدو څه باندې دوه یا درې ساعته وروسته د هرې ښځې د کوډو وار رسیږي.
ښځې وایي، پر بي بي حاجي پیریان راځي او هغه وخت د هغې پیریان د دغو ښځو مشکلات اوروي.
ویل کیږي چې د دې ښځې پیریان په خوب کې د ښځو روغتیایې عملیاتونه ترسره کوي او بي بي حاجي د هغې په بدل کې په لسګونو زره افغانۍ له ناروغانو اخلي.
هره ورځ په لسګونو ښځې د کورني تاوتریخوالي او نورو عواملو له کبله دغو کوډ ګرو ته ورځي او د ډیرو پیسو او ډالیو د ورکولو په بدل کې کوډو ته زړه ښه کوي.
ډیر شمېر خلک په دې باور دي، چې په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالې په زیاتیدو سره ډیري ښځو کوډ ګرو ښځو ته مخه کړې ده، خو دغه تاوتریخوالې د چا له لوري له ښځو سره کیږي.
صنوبر چې په سرو سترګو د بي بي حاجي د کور په انګړ کې ناسته وه تر څو یې د کوډو وار را ورسیږي وایي:
"دلته راغلې یمه چې خاوند ته مې تعویز واخلم ولې له موږ سره هیڅ خوشاله نه دی، موږ وهي ما او اولادونه مې وهي ټوله ورځ بده ګزاره کوي، راغلې یمه چې تعویز واخلم چې ژوند مې ښه شي.
تعویز خو په اصل کې ګناه لري، خو مجبوره یو نور مې زور نه رسي په همدې مې زړه تسلی کومه."
یوه بله ښځه چې له لوګر ولایت څخه کابل ته د کوډو کولو لپاره راغلې وايي:
"ته یوازې نن راغلې یې موږ د ژمي او اوړي ورځې په دې واورو کې تیرې کړي مشکل صحیح حلیږي، چې حوصله ولري چې حوصله ونه لري نه."
یو شمېر ښځې چې کوډګرو ته په خاص درنښت ګوري، هغوي ته د بي بي حاجي او نارینه و ته یې ملا یا اغا صیب وايي.
یوه بله تاویز ورکونکې، چې وایې نوم یې بي بي حاجي ده له لرګو جوړ شوی صندوق خلاصوي او له هغې رنګارنګ غټې او وړې مرې راباسي او وایي، چې د دغو مریو په وسیله د ښځو مشکلات اواروي:
"دا چې غره په څوکه کیږدې تا پسې یې محبت لاندې راځي دا ښځه او میړه دي ښځه اوبه څکې نر یې نه څکې، دې ته باطن موره وایي، د محبت لپاره ده، دې ته ماهي موره وایې دا هم د محبت لپاره ده، د اسندر خوري مهر موره ده.
ښځه چې طلاق غواړي زه یې په ضمانت کار کوم پیسې ډیرې اخلم خلک سره زر راسره ږدي، د ۵۰۰۰ زرو کسانو د ټیلفون شمیرې راسره دي استرالیا او هند نه خلک راځي دلته دودي او تعویزونه ورته کوم."
دا وار دا میرمن یو اندازه امریکایې ډالر، افغانې او سره زر له صندوق څخه راباسې او وایي، چی یو شمېر ښځې د خپلو کارونو د سرته رسولو په بدل کې دغه څیزونو ورکوي.
که څه هم چې کوډ ګرو ښځو ته ورتلونکې ښځې د دوي له کارونو رضایت لري، خو اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې اوس مهال ډیرې ښځې کوډو ته زړه ښه کوي.
یو شمېر خلک په دې باور دی، چې ډیري افغان میرمنې یاخو د ښځو د دفاع دولتي او غیر دولتي بنسټونو ته لاس رسۍ نه لري او یاهم له خپلو حقونو د نه خبرتیا او یاهم له تاوتریخوالی سره د مخ کیدو او پاتې راتلو په صورت کې کوډو او کوډګرو ته مخه کوي.