د کابل غرب د دشتي برچي د سیمې په سلګونو اوسېدونکو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د پاکستان په کوټه کې له وژل شویو هزاره ګانو سره خپله غمرازي اوهمدردي شریکه کړه.
څو ورځې وړاندې د پاکستان په کوټه کې دوو بمي چاودنو تر ٩٠ زيات هزاره ګان ووژل.
مظاهره چیانو په پاکستان کې میشته دلشکر جنګوي په نوم یوه سخت دریځه ډله تورنه کړه؛ چې د دوی په وینا په یاد هیواد کې یې د هزاره په وژنې پسې راخیستې.
دوی د مظاهرې په پای کې یوه پریکړه لیک هم صادر کړ، چې په کې له ملګرو ملیتونو، اروپايي اتحادیې، دامریکا متحده ایالاتو وغوښتل؛ په پاکستان کې فعاله لشکر جنګوي ډله دې د نړیوالو ترویستي ډولو په لیست کې شامله کړي.
هغوي وویل، که چېرې په پاکستان کې د هزاره ګانو وژنه ونه درول شي او هزاره ګانو غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به تر نامحدود وخت پورې غذای عتصاب وکړي.
د مظاهرې ترتیب کوونکي کاظم واحدي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبروکې وویل؛ چې دا ترویستانو په تور لیست کې شامله کړي:
"د لشکر جنګوي ډله، چې په مطلق ډول یو تروریستي سازمان دی، هیڅ سیاسي برنامه نه لري، یواځې تخریبي اعمال، انفجار او ترور ترسره کوي.
له نړیوالو سازمانونو ملګروملیتونو، د بشري حقونوله نړیوالې ټولنې او امنیت شورا څخه غواړو، چې دغه ډوله د نړیوالو تروریستانو په ډله کې شامله کړي."
څو ورځې وړاندې د پاکستان په کوټه کې د دوو بمي چاودنو تر ۹۰ پورې هزاره ګان ووژل.
د وژل شویو کسانو وارثانو د اعتصاب په ډول مړي ښخ نه کړل او د وژل شویو کسانو د قاتلانو د نیول او محکمه کولو غوښتنه یې کوله.
پرون د پاکستان صدرعظم راجه پرویز اشرف په کوټه کې د ځايي هزاره ګانو مشرانو ته وويل؛ چې د دوى غوښتنې به ومني او د بلوچستان ځايي حکومت یې ليرې کړ او ټول واک یې ایالاتي والي ته وسپاره.
اشرف دا هم وويل، چې ملېشه ځواکونه به د هغو مشکوکو سخت دريځو وسله والو په وړاندې عمليات پيلوي؛ چې د پنج شنبې د ورځې په بريدونو کې لاس لري.
د صدراعظم د څرګندونو په عکس العمل کې د شيعه هزاره ګانو مشرانو وويل؛ چې دوى به خپل اعتراض پای ته ورسوي.
دوى د اعتراض په توګه د خپلو مړو له ښخولو ډډه کوله؛ خو د صدراعظم له خبرو وروسته ټاکل شوې؛ چې د دوشنبې په ورځ خپل مړی خاورو ته وسپاري.
د پاکستان کوټه د څوکلونو راهیسې د ناامنیو شاهده ده، فرقه یي شخړو او د بلوڅو د ځینو ډلو بغاوتونو د دغه ښار امنیت د پاکستان ټول وضعیت اغیزمن کړی دی.
راپور: رحمت الله افغان