د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۱

په ننګرهار کې د یوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی


تیره شپه د جلال اباد ښار د مجبوراباد جامع جومات خوا ته د يوې ځوانې نجلۍ مړی مومندل شوی دی.

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې دوي سهار لمانځه ته روان و، چې پر دې جسد يي سترګې لګیدلي او ګوري، چې د ځوانې نجلۍ جسد پروت دی:

((د سيمې اوسیدونکي: دا د مجبوراباد ساحه ده او د څلورمې حوزې مربوط ده، زه او زموږ نور کلیوال سهار وختي مسجد ته روان وو، چې دلته د مسجد سره خوا کې یو جسد پروت و او پاسه پرې بورقه اچول شوې وه.

د سيمي اوسیدونکي: پر دې جسد د کلي شاوخوا خلک راغونډ شو، خو هیچا ونه پيژانده کیدای شي چې دا جسد له بل ځای څخه دلته راوړل شوی وي)).

له دې سیمې سره نږدې څلومه امنيتې حوزه هم شته او نیم ساعت وروسته دې سیمې ته امنيتي کسان راغلل، خو بیا هم مړی په سیمه کې تر درې ساعتونو لپاره پروت و، ترڅو د امنيې قومندانۍ جنايي ډله راشي او پيښه تعقیب کړي.

ومو غوښتل، چې د سیمې امنيتې حوزې مسولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو په خبره يي دوي نه غواړي پر داسې مسایلو له رسنیو سره مرکې وکړي.

اوس دا څرګنده نه ده، چې دا ځوانه نجلۍ چا او چیرته وژلې ده، خو د هغې په وجود د زخم ټپونه نه لیدل کیدل او داسې معلومیده،چې خپک شوې وي:

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG