د پکتيا عامې روغتيا رياست چارواکي خبر ورکوي، چې په لیرو پرتو ولسواليو په کلينکونو کې يې څلرويشت قابله ګانې په دندو وګمارلې.
د عامې روغتيا سرپرسته مشره ډاکټره نازدانه پکتياوال وايي، چې په دې سره به د پکتيا په ډېرو سيمو کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې مخنيوی وکړي.
نوموړې وويل، دا هغه قابله ګانې دي چې په تېرو دوه کلونو کې يې د قابله ګۍ په پروګرام کې برخه اخيستې او اوس چمتو دي چې د خپلو سيمو په کلينيکونو کې دنده اجرا کړي.
له دې وړاندې هم په پکتيا کې د قابله ګۍ له روزنيز پروګرام څخه تر ۱۰۰ نجونې فارغې شوې وې، چې يو شمېر يې په لرو پرتو ولسواليو کې کار کوي.