په کوټه کې د شيعه هزارګانو ٧٤ مړي لا هم د سړک په منځ کې د خپلو سلګونو خپلوانو په منځ کې پراته دي او غوښتنه کوي چې د کوټې امنيتي چارې پوځ ته و سپارل شي. د پاکستان صدراعظم هم له دغو احتجاج کوونکيو سره د ليدو لپاره کوټې ته تللى او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په کوټه کې ويلي چې په بلوچستان کې دي حکومتي واک والي يا ګورنر ته وسپارل شي.
تر اته څلوېښتو ساعتونو ورورسته نن په درېيمه ورځ هم د ٧٤ تنو مړي په تابوتونو کې د خپلو شاوخوا زر تنو خپلوانو په منځ کې د کوټې پر علمدار سړک پراته دي.
احتجاج کوونکي شيعه هزاره ګان وايي که د کوټې امنيتي چارې پوځي ځواکونو ته ونه سپارل شي او ايالتي حکومت ختم نه شي دوى به خپل مړي ښخ نه کړي. يو هزاره مشر وايي:
”که د حکومت له خوا کوم مثبت جواب را نه کړل شو، نو موږ به هم کفنونه تر سرونو تړو او پر مخ به ځو“
له دغو احتجاج کوونکيو سره يو ځاى د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې هم شيعه مسلمانانو احتجاج پيل کړى او د زرګونو په شمېر سره سړکونو ته را وتلي دي. په کوټه کې نن بيا هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او تجارانو له خوا په ګډه کاربنديز شوى او د ښار ټول کاروبارونه په ټپه ولاړ دي. په احتجاج کوونکيو کې شريک يو ماشوم وايي:
“له ولسمشره غوښتنه کوو چې اعلى وزير دي له خپلې څوکۍ ايسته کړي او د کوټې امنيت ساتلو ته دي پوځ راشي“
د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان هم له ماتمي احتجاج کوونکيو شيعه مسلمانانو سره د خواخوږۍ لپاره کوټې ته راغى او له رسنيو سره په خبرو کې يې وويل چې بلوچستان د تباهۍ پر لور روان دى او ايالتي حکومت بايد ژر تر ژره ړنګ شي:
“سمدستي دي واک والي يا ګورنر ته وسپارل شي او که والي فکر کوي چې پوځ ته اړتيا شته پوځ ته دي امنيتي چارې وسپارل شي، دلته خلک په بد حال کې دي د پوښتنې څوک يې نه شته، خلک يو په يوه له کوټې او بلوچستانه کډه کېږي“
پرون د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزير خورشيد شاه او د بلوچستان والي يا ګورنر احتجاج کوونکيو ته ورغلل، خو تر څو ساعته خبرو وروسته هم کومې نتيجې ته ونه رسېدل، د پاکستان صدراعظم راجه پروېز اشرف- چې ټاکل شوې وه يوه اوونۍ وروسته به له دغو کورنيو سره ليدو ته راشي- نن کوټې ته راغى چې له احتجاج کوونکيو سره به ويني او له ايالتي چارواکيو سره په ځانګړې غونډه کې به پرېکړه کوي چې احتجاج کوونکي يې ورسره ومني او خپل مړي خاورو ته وسپاري.
د بلوچستان اعلى وزير ترى تم دى او له قانون سره سم د هغه له لاسليکه پرته د ايالتي حکومت واک والي ته نه شي ورکول کېداى. دا چې حکومت به د ماتم کوونکيو هزاره ګانو غوښتنو ته څه ډول جواب ووايي، تر اوسه لا خبره تر ژبې لاندې کېږي، خو له ٧٤ مړيو سره پر سلګونو ژونديو مړيو باندې هم د ژمي په منفي درجه يخني کې درېيمه شپه را رسېدونکې ده.
بارکوال مياخېل- کوټه