د بلوچستان د کوټې ښار پر باچاخان چوک او علمدار سړک د پنجشنې ورځې په درو چاودنو کې د وژل شوو شمېر ۹۷ تنو ته رسېدلی دی. او شاوخوا ۱۴۷ کسان ژوبل دي.
انجمن تاجران نن د دې خونړیو چاودنو پر ضد د کاربندیز ږغ او هزاره ډیموکرېټک ګوند د درې ورځني ماتم اعلان کړی دی.
احتجاج کوونکي شيعه هزاره ګان وايي که د کوټې امنيتي چارې پوځي ځواکونو ته ونه سپارل شي او ايالتي حکومت ختم نه شي دوى به خپل مړي ښخ نه کړي. يو هزاره مشر وايي:
”که د حکومت له خوا کوم مثبت جواب را نه کړل شو، نو موږ به هم کفنونه تر سرونو تړو او پر مخ به ځو“
له دغو احتجاج کوونکيو سره يو ځاى د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې هم شيعه مسلمانانو احتجاج پيل کړى او د زرګونو په شمېر سره سړکونو ته را وتلي دي. په کوټه کې نن بيا هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او تجارانو له خوا په ګډه کاربنديز شوى او د ښار ټول کاروبارونه په ټپه ولاړ دي. په احتجاج کوونکيو کې شريک يو ماشوم وايي:
“له ولسمشره غوښتنه کوو چې اعلى وزير دي له خپلې څوکۍ ايسته کړي او د کوټې امنيت ساتلو ته دي پوځ راشي“