ملي ایتلاف د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون د حکومت فشارونه زیات بولي او اندیښنه څرګندوي، چې راتلونکي انتخابات به شفاف او ازاد نه وي.
د دې ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ازادي راډیو ته وویل، چې د ولسمشر کرزي حکومت د ۱۳۹۳لمریز کال عادلانه او شفافو انتخاباتو ته لیوالتیا نه لري او دا مساله د دوي ته نورې اندیښنې هم ور پیدا کړي دي.
ډاکټر عبدالله د انتخاباتو د قانون په نوې طرح کې سترې محکمې ته د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ور سپارل د راتلونکو انتخاباتو پر شفافیت لوی ګزاراو د افغان حکومت ناسمه پریکړه وبلله:
"له بده مرغه د افغانستان حکومت د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کیدو ته لازم تیاری نه لري، کوم تغییرات چې دوي د انتخاباتو په قانون کې راوستل دا موضوع روښانه کوي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون اوس په یوه دولتي کمیسیون بدل شوی دا هم د اندیښنې وړ ده.
پرته له دې چې دا په پام کې ونیول شي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د حکومت یوه څانګه نه ده ورته لارښوونې کیږي.
دا ټولې هغه اندیښنې دي چې مونږ یې د راتلونکوانتخاباتو په اړه لرو".
ده له ډیرې مودې راهیسې د سترې محکمې د سرپرست په توګه د عبدالسلام عظیمي دنده هم د قانون خلاف کار وباله او ویې ویل چې ولسمشر د ملي شورا او سیاسی ګوندونو له غوښتنو سره سره دې مسالې ته رسیدګي نه ده کړې.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي هم له آزادي راډیو سره په خبرو کې د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې حکومت د قانون خلاف د دې کمیسیون په چارو کې مداخله کوي.
خوحکومتي چارواکي د ډاکټر عبدالله او فضل احمد معنوي دا انتقادونه او اندیښنې بې ځایه بولي او وایی چې افغان حکومت پر خپل وخت او آزاد ډول د راتلونکو انتخاباتو ترسره کیدو ژمن دی.
د حکومت د رسنیو د مرکز رییس صفت الله صافي د جمعې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې حکومت هیڅکله د انتخاتو د خپلواک کمیسیون په چاروکې مداخله نه ده کړې او ډیره هڅه به وکړي چې د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات شفاف او عادلانه وي:
"ولسمشر له مخکې نه په دې اړه ټول شکونه لري کړي دي او روښانه کړې یې ده چې د انتخاباتوپه اړه افغان حکومت ژمن دی.
هڅه دا ده، چې د امکان ترحده انتخابات شفاف او سرتاسري وي.
په انتخاباتو کې د شفافیت مساله ډیره مطرح ده او په نورو هیوادونو کې هم دا سیسټم شته چې انتخاباتي شکایتونه د محکمو له لارې څیړل کیږي".
ډاکټر عبدالله تردې وړاندې ولسمشرکرزي ته په یوه سرخلاصي لیک کې هم د انتخاباتو د قانون په طرح کې سترې محکمې ته د انتخاباتي شکایتونو د څیړلو د صلاحیت ورکولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.
دغه راز ده ویلي وو چې له دوو کلونو راهیسې د سترې محکمې د سرپرست او د دې ارګان د مشرتابه پلاوي د ځینو غړو د د ندو دوام نه یوازې د اساسي قانون خلاف عمل دی بلکې مشروعیت او پریکړې یې هم اعتبار نلري.
خو د حکومت د رسنیو د مرکز رییس صفت الله صافی وایی چې ولسمشرکرزی هم له دې سره موافق نه دی چې ستره محکمه د سرپرست له خوا اداره شي، ده په احتیاط سره وویل، چې شرایط ډیر حساس دي او د دې مسالې په اړه به ولسمشرپه مناسب وخت کې پریکړه وکړي.