په کوټه کې نن ماسپښين د ښار په منځ کې چاودنه شوې چي د درېوو پوليسو په شمول يوولس تنه پکې وژل شوي او د څلورو ملېشه سرتېرو په شمول شاوخوا دېرش تنه پکې ټپيان شوي دي. پوليس وايي د چاودنې هدف د پوليسو د مشر موټر وو، خو وژل شوي ټول ملکي خلک دي.
د پنجشنبې په ماسپښين د پاکستان پر وخت د څلورو بجو په شاوخوا د کوټې ښار په منځ کې پر باچاخان چوک باندې د ګڼو خلکو په منځ کې يوه زوروره چاودنه وشوه چي لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله.
د کوټې د پوليسو مشر مير زبير محمود د چاودنې پر ځاى رسنيو ته وويل چاودنه د ملېشه سرتېرو له يوې امنيتي څخه د څو ګامه په فاصله شوې، چي وايي هدف يې د پوليسو د مشر يو موټر وو:
"د چاودنې پر وخت دلته د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه، دا د کوټې مشهور کاروباري ځاى او د ښار منځ دى، تر اوسه چي موږ کوم مالومات تر لاسه کړي دي، شاوخوا ته د پوليسو او ملېشه موټرونه هم ولاړ وو، تر اوسه دا نه شو ويلاى چي دا به ځانوژونکى بريد وي که څنګه"
مير زبير وايي په چاودنه کې د يوه پوليس مشر او دوو نورو پوليس عسکرو په شمول يوولس تنه وژل شوي او اووه ويشت کسان ټپيان شوي دي چي سمدستي د کوټې دولتي روغتون ته يووړل شول.
چاودنه دومره زوروره وه چي د ښار په لرې- لرې ځايونو کې يې هم ږغ واورېدل شو او د چاودنې ځاى ته څېرمه د دوکانونو ښيښې يې هم ماتې کړې. پوليس وايي په چاودنه کې له شلو تر پينځويشتو کيلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي، چي وايي تر يوه موټر لاندې ځاى پر ځاى شوي او چاودل شوي دي. د چاودنې يو عيني شاهد الله داد ترين وايي:
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو تر دې وړاندې په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې هم پر پوليسو بمي بريدونه شوي چي د اکثرو مسووليت خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو منلى دى.
په ٢٠١٣م کال کې دا لومړنۍ چاودنه ده چي هدف يې د پوليسو موټر وو، خو پکې وژل شوي کسان ټول عام خلک وو. د يادونې وړ ده چي د دسمبر پر نولسمه نېټه د کوټې ښار جنوب لور ته په غوث اباد سيمه کې هم د پوليسو پر يوه موټر بريد شوى وو چي څلور پوليس پکې وژل شوي وو.
بارکوال مياخېل- کوټه