د سوريي ولسمشربشارالاسد په يوه غيرمعمولي اقدام کې نن په داسې حال کې ملت ته وينا کوي؛ چې هيواد يې د مخ په زياتيدونکو شخړو له امله کورنۍ جګړې ته مخه کړې ده.
د ملګروملتونو په وينا په روانو شخړو کې تراوسه له شپيتو زرو زيات کسان وژل شوي دي.
په عين حال کې د ناټو په غړي ترکيې کې له سوريې سره په پوله د امريکاد هوايي مدافع د توغنديو د دستګاو د نصبولو کار پيل شوي دي.
د سوريي دولتي خبري اژانس سنا وويل؛ ولسمشر بشارالاسد به د يکشنبې د ورځې په سهار ملت ته وينا وکړي او د سوريې او د سيمې د حالاتو په اړه به خبرې وکړي.
د وينا د دقيق وخت او نورو جزياتو په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو له لبنان څخه خپريدونکې سوري پلوی ″الاخبار″ ورځپاڼې ويلي؛ چې اسد دې ته چمتو شوی چې په هيواد کې د جګړو د پای ته رسيدو لپاره يوه حل لاره وړاندې کړي.
اسد وروستي ځل د تيرکال د جون په درېيمه په دمشق کې پارلمان ته وينا کړې وه.
الاخبار د ځينو سرچينو له قوله چې افشا کړي يې نه دي ويلي چې اسد به يو پنځه فقره يي پلان وړاندې کړي، چې له مخې به يې دی له دې نه منع کيږي؛ چې د جمهوري رياست لپاره په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کانديد کړي.
د هغه اوسني دوره د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختميږي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې اسد به دغه راز د اوربند وړانديز وکړي او نړيوالو څارونکو ته به اجازه ورکړي؛ چې پردغه اوربند څارنه وکړي، د اساسي قانون يوکميسيون به د نوي اساسي قانون مسوده ترتيب کړي، نوي ملي حکومت به جوړيږي او د نوي پارلمان لپاره به ازاد انتخابات ترسره کيږي.
د سوريې د بحران لپاره د ملګروملتونو او عرب ليګ استازي لخضر براهيمي هم دمشق ته په وروستي سفر کې د يوه ورته پلان يادونه کړي وه.
د جينيوا پلان چې د تيرکال په جون مياشت کې پرې موافقه شوې وه، په سوريه کې د اوربند د ټينګيدو، د نوي حکومت د جوړيدو او د جمهوري رياست او پارلماني انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو په غړي ترکيې کې چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد پررژيم يې سخت انتقاد کړی؛ پرون له دې هېواد سره په پوله د امريکايي پټرويټ توغنديو ځای پرځای کول پيل شول.
د امريکا پوځ وويل، د پټرويټ هوايي مدافع توغندي به له ترکيې سره مرسته وکړي؛ چې له خپل ګاونډ سوريې څخه د هرګواښ پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
په اروپا کې د امريکايي ځواکونو د قومنداني د هوايي مدافع د توغنديو د چارو مشر ″پټروډمينسي″ فرانسپرس ته وويل؛ چې د هوايې مدافع د توغنديو د نصبولو چارې پرون سهار د ترکيې په جنوب ختيځ د اينچيرليک په هوايي اډه کې پيل شوي.
د امريکايي چارواکو په وينا په راتلونکو ورځو کې به شاوخوا ۴۰۰ امريکايي عسکر ترکيې ته ورسيږي؛ چې د پټرويټ توغنديو د دوسيسټمونو د فعاليت چارې مخ ته بوځي.
امريکا، جرمني او هالنډ د ترکيې په غوښته، دې هيواد ته د هوايي مدافع توغندي ورکوي، چې کولای شي، په هوا کې توغندي شنډ او هم الوتکې رانسکورې کړي.
ټاکل شوې چې د پټرويټ توغنديو دغه دستګاوې به د روانې مياشتې په پای کې عملاً په کار پيل وکړي.